واشنګټن ـــ د بشري حقونو تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل د تازه رپورټ له مخه افغان طالبان، امريکايي او پخواني افغان پوځي ځواکونه د تېر حکومت د ړنګېدو په وخت په جنګي جرمونو کې ککړ وو، ولسي وژنې يې کړي او د بشري حقونو نه يې سرغړونه کړې.
رپورټ چې د شورو- چارشنبې په ورځ خور شوی وايي د تېر حکومت- چې ورته نړيوال مشروعيت حاصل وو- د سقوط په وخت طالبانو جنګي جرمونه کړي.
البته د طالبانو نايب وياند بلال کريمي طلوع ټيليویژن ته د رپورټ او غوښتنو په غبرګون کې ويلي اسلامي امارت يې جنګي جرمونه نه دي کړي او طالبان تېر شل کاله د دې د پاره وجنګېدل چې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
د پينځلسم اګست د واک نيولو وروسته دا څلور مياشتې وشوې چې د طالبانو په زور نيولی حکومت په نړۍ کې يو هېواد هم په رسميت نه پېژني.
د رپورټ په تفصيل کې د تېر حکومت په اخري ورځو کې د طالبانو په لاس اذيتونه ورکول، بې عدالته سزاګانو او وژنو کولو ذکر شوی دی او د دې سره سره يې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې معلومات هم خوندي کړي چې د امريکايي او افغان ځواکونو په هوايي او مځکني بريدونو کې شوي دي.
د بشري حقونو د ادارې سيکرټري جنرل ايګنېس کالامرد په يو بيان کې ويلي “په کابل کې د حکومت د نسکورېدو نه مياشتې مخکې طالبانو په بيا بيا جنګي جرمونه وکړل او ډېره وينه يې توی کړه. د دې سره سره افغان او امريکايي ځواکونو هم مرګ و مار وکړو”.
کالامرد د انصاف ورکولو او متاثرينو ته د تاوان ورکولو غږ وکړو او وايي “کورونه، هسپتالونه، سکولونه او کاروباري ځايونه د جنګ ميدان وګرځېده چې خلک پکې په دوامداره توګه وژل کېدل او ټپيان کېدل”.
طالبانو ته د ګټې رسولو بغير څنګه د افغانانو مرسته وشي؟
ياد رپورټ چې د “هيڅ لاره نشته: د افغانستان د سقوط په دوره کې د طالبانو جرمونه او ولسي زيان” په نوم خور شوی وايي طالبانو په نسلي او مذهبي بنيادونو د لږکۍ ډلو کسان وژلي او ځورولي او د پخوانيو افغان پوځي ځواکونو او مشکوک حکومتي ملاتړو وژنه يې کړې ده.
رپورټ د شپږم سېپټمبر نه تفصيل را اخلي او وايي کله چې طالبانو د پنجشير په بزارک کلي حمله وکړه او د يوې وړې جګړې وروسته طالبانو 20 کسان ونيول نو نيول شوي کسان يې دوه ورځې د کونترو په پنجره کې بنديان وساتل.
دوی ته يې ووهل وټکول، خوراک يې نه ورکولو، اوبه او دارو درمل يې ورکول او بيا بيا يې ګواښل چې دوی به وژني.
په يوه موقع خو يې کم نه کم شپږ ولسي خلک د پنجشير په يو کلي کې په ډزو ووژل چې څوک يې په سر څوک په سينه او څوک په زړه وويشتل او وایي “دا جنګي جرمونه دي”.
د امريکايي او افغان ځواکونو د لاسه ولسي وژنې:
د تېرو څو کالو د عملياتو ذکر رپورټ کې شوی او وايي څلور داسې هوايي بريدونه شوي چې کم نه کم 28 ولسي وګړي چې 15 سړي، پينځه ښځې او اته ماشومان پکې وو وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.
رپورټ وايي دوی ولټول چې په دې کې درې هوايي بريدونه امکان دی امريکايي ځواکونو کړي وي او يو د افغان هوايي ځواکونو لخوا شوی وي.
دا بريدونه د ولسي مرګ ژوبلې سوب ځکه شو چې امريکايي ځواکونو په اباديو باندې وسلې استعمال کړي.
طالبان په غرب تور لګوي چې بشري مرستې د پامه غورځوي.
ايمنسټي انټرنيشنل په رپورټ کې وايي طالبانو ورته ويلي په کندوز کې امريکايي هوايي ځواکونو په يو بريد کې پينځه ولسي وګړي وژلي چې د يوې ماشومې عمر پکې درې مياشتې وو.
رپورټ د يو نهه کلن ماشوم خاطره- چې پخپله هم ژوبل شوی وو- ذکر کوي چې وايي “زه اوده وم چې وړومبی بم راپرېوت. مونږ ته ويل کېده که دويم بم راپرېوځي نو بايد چرته پټ شو. زما پلار ماته وې ماشوم ورور دې پيدا که. دويم بم زما مور، زما تره، زما تېندار او زما خور مړه کړل”.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي د کال 2021 په وړومبو شپږ مياشتو کې 1659 ولسي خلک وژل شوي او 3524 نور ژوبل شوي چې د تېر کال په نسبت 47% زياتوالی ښيي.
ملګرو ملتونو تېره ورځ ويلي دوی د قوي تورونو په بنياد وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د 100 زيات خلک په بې عدالته وژنو کې تللي دي او تور يې په طالبانو دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې معاون چارواکې ندا الناشېف ويلي “د اګست او نومبر تر منځ مونږ ته داسې قوي تورونه رارسېدلي چې د افغانستان د پخواني پوځ او حکومت د 100 نه زيات غړي وژل شوي چې د کم نه کم 72 وژنو پړه په طالبانو اچول کيږي”.