لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له چینه د ایغور "غلامانو" په لاس د جوړو مصنوعاتو په راتګ بندیز لګوي


واشنګټن ـــ د امریکې کانګرس پخپل یو تازه اقدام کې روانه اوونۍ له چینه د هغو مصنوعاتو پر راتګ بندیز لګوي چې هغه هېواد یې په ایغور مسلمانانو- چې غلامان یې ساتلي- په زور جوړوي.

تر یوه کال زیاته موده بحثونو وروسته د امریکې د استازو اېوان د نهې- سه شنبې په ورځ د ایغورو د جبري کار د مخنیوي قانون [ایغور فورسډ لېبر پریونشن ایکټ] منظور کړ.

ټاکل شوې چې دغه قانون به ژر د امریکې سېنټ هم منظور کړ او بیا به یې ولسمشر جوبایډن هم لاسلیک کړي چې عمل ورباندې پیل شي.

تر قانون جوړېدو وروسته به د دې قانوني مسودې په بنیاد د چین سنکیانګ صوبې امریکې ته پر ټولو راتلونکو مصنوعاتو تر هغه وخته بندیز لګېږي، چې کمپنۍ د امریکې حکومت ته "روښانه او د ډاډ وړ ثبوت" وړاندې نه کړي چې ګواکې د دغو مصنوعاتو په جوړښت کې د چین په کېمپ‌ کې له غلام ساتل شویو ایغور مسلمانانو کار نه دی اخیستل شوی.

که څه هم امریکا په وار وار ویلي چې د چین حکومت په زور ایغور مسلمانان په کېمپ کې ساتلي او د دوی بنیادي حقونه یې تر پښو لاندې کړي،‌ خو چین وایي دا کېمپ یې د «نوي تعلیم» لپاره جوړ کړی چې مقصد یې د ترهګرۍ ضد مبارزه ده.

سپینه ماڼۍ وایي له کانګرس سره به نیژدې کار کوي چې دغه نوي قانوني‌ مسوده عملي کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د نهې- سه شنبې په ورځ د دې قانوني مسودې تر منظور مخکې وویل:

"موږ له کانګرس سره همږغي یو داسې ګامونه اخیستل کېدای او باید واخیستل شي چې د چین له حکومت سره په سنکیانګ کې د قتلِ عام، بشري حقونو د سرغړونو او په خلکو د جبري کار حساب وشي".

د چین په ضد د بشري حقونو د سرغړونو پر سر دا ګام په داسې وخت کې اخیستل کېږي چې د 2022م کال په فرورۍ میاشت کې په بېجنګ کې د اولمپیک نړیوالې لوبې پیلېږي او امریکې تېره اوونۍ ورڅخه سفارتي بایکاټ اعلان کړی دی.

چین د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې د استازو د اېوان له خوا د قانوني مسودې منظوري غندلې او پر امریکا یې د "منافقت" تور لګولی چې وایي پخپلو پولو کې یې له خلکو د جبري کار اخیستو ستونځه نه ده حل کړې.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجین د دسمبر پر 15مه یوې خبري غونډې ته وویل، چین له سنکیانګ سره په تړلیو مسایلو کې د امریکې د کانګرس د لاسوهنې کلک مخالفت کوي:

"په داسې مسایلو کې د درواغو او ستونځو جوړولو په وسیله ځینې امریکایي سیاستوال غواړي په سیاسي لاسوهنه او اقتصادي ځورونه د بشري حقونو په نوم د چین د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي او وده یې ودروي".

خو بل لور ته د بشري حقونو ډلو د امریکې د کانګرس دغه قانون جوړونه ستایلې او وایي دا به د هېوادونو لپاره د پیل یو ډېر مهم ټکی وي چې له ایغور مسلمانانو سره د چین د چلند مخه ونیسي.

په واشنګټن کې د څېړنیزې ادارې «د ایغورو د بشري حقونو پراجیکټ» یو مشر پیټر ایروین وایي‌ "دا نورې نړۍ ته یوه خبرتیا ده چې ګواکې امریکې په دې اړه په حقیقت کې ګام اخلي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG