لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل ته دطالبانو دننوتلو په اړه دکرزي څرګندونو ته څېړونکي څه نظر لري ؟


په کابل دطالبانو د واکمنۍ په اړه دپخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته افغان څېړونکو بیلابیل غبرګونونه ښودلي اؤ که څه څېړونکي دکرزي لخوا طالبانو ته کابل ته دننوتلو بلنه دجګړې دمخنیوي لامل بولي نو ځېنې نور بیا په ښاغلي کرزي تور لګوي چې دجمهوریت په ضد یې اقدام کړی دی.

حامد کرزي امريکايي خبري ادارې ته په مرکه کې ويلي چې هغه دطالبانو لخوا دکابل د واک ترلاسه کولو وړاندې طالبانو سره تماس کې ؤ اؤ داچې طالبانو کابل نیولی نه دی بلکې هغه ورته کابل ته د راتګ بلنه ورکړې وه.

خو ډان ورځپاڼې تیره ورځ دامریکې دنیویارکر مجلې دیو رپورټ په اساس ویلي وؤ اشرف غني وروسته له هغې دکابل نه وتلو ته اړ شوی ؤ چې دپاکستان نه ارګ ته دطالبانو دیو مشر خلیل حقاني زنګ ورغلی ؤ .

په دغه رپورټ کې دعوه شوې وه چې خلیل حقاني داشرف غني دحکومت امنیتي مشاور حمدالله محب ته دتسلیمیدو وینا کړې وه اؤ ویلي یې وؤ ورته که چرې هغه یو مناسب بیان خپور کړي نو دی(حقاني) ورسره لیدنې ته اماده دی.

د رپورټ له مخې حمدالله محب دتسلیمیدو نه په اړوند دطالبانو دغه مشر ته دلیدلو اؤ مذاکراتو خبره کړې وه خو وایي چې په دغه خبره حقاني د ټیلي فون لیکه قطع کړې وه.

پخپله اشرف غني،حمدالله محب یا طالبانو پاکستان نه ارګ ته د وهل شوي زنګ په دعوه تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

امريکايي خبري اداره اېسوسي اېټېډپرېس وايي چې حامد کرزي ورسره په مرکه کې د افغانستان دپخواني ولسمشر اشرف غني په خفیه توګه هیواد نه د وتلو او طالبانو ته کابل ته دننوتلو دبلنې ورکولو په اړه خپل خیالات شریک کړي دي.

د رپورټ ترمخه حامد کرزي ویلي چې د ولس ،کابل او افغانستان د خونديتوب لپاره یې طالبانو ته کابل ته د راتګ بلنه ورکړه چې دا ډول دا "ښار دګډوډۍ او دهغو غېرضروري عناصرو لاسو ته ونه غورځېږي چې دا هیواد او دوکانونه ولوټي"

په دې هکله جرمني کې مېشت د افغانستان دسياسي چارو کارپوهه اجمل سهيل وي او ای ډيوه ته وايي حامد کرزي د وړاندې نه په جمهوري نظام باور نه درلودو ځکه يې هم دا غوښتل چې طالبان د افغانستان واکمن شي.

نوموړي زياته کړه حامد کرزی داساسي قانون له مخې يو وارې بيا ولسمشر نه شو جوړېدلی نو هغه غوښتل چې د ولسمشر دجوړولو طاقت ولري خو اشرف غني ترې دغه اختيار هم اخستي ؤ ځکه يې د کنګ مېکر جوړېدو لپاره دطالبانو ديو غېر جمهوري نظام راوستلو خواهش لرلو۔

اسوسي اېټېډپریس وايي حامد کرزي ورته په مرکه کې وویل چې هېواد څخه د اشرف غني د وتلو دلاسه د هغه، د سولي د عالي شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله او په قطر کې د طالبانو ددفتر هغه هڅې شنډې شوې چې په نتیجه کې به یې طالبان د مفاهمت سره کابل ته راغلي وو۔

خو دافغانستان دتیر حکومت ولسمشر اشرف غني بیا هیواد څخه تر وتلو وروسته پخپله یوه ویډیو کې ویلي وؤ چې طالبان کابل ته ورننوتلي ؤ اؤ غوښتل یې هغه ووژني اؤ کابل دجګړې دلارې ونیسي.

اشرف غني ویلي وؤ چې دیوې خونړۍ جګړې دمخې نیولو لپاره یې کابل پریښی دی.

په کابل کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه ډاکترمعين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي د حامد کرزي دغه هڅه د هېواد او دعام ولس په ګټه وه.

هغه وايي که دغه مهال طالبانو د کابل واک نه ؤ ترلاسه کړی نو ادارې او دخلکو مالونه به چور شوي وؤ.

په ۱۵م اګست چې کله طالبانو کابل ونیولو نو ورپسې څه ورځې وروسته مطبوعاتو کې داسې ناتاییده رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ چې ګنې پخوانی ولسمشر حامدکرزی اؤ دملي پخلاینې دشورا مشر عبدالله عبدالله طالبانو دخپلو کورونو دننه دنظارت لاندې ساتلي دي .

خو طالبانو دا رپورټونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دکرزي اؤ عبدالله په شمول یې خپلو ټولو سیاسي مخالفینو ته عامه بخښنه اعلان کړې ده.

په افغانستان کې داشرف غني لخوا په ناساپي واک پرېښودو دافغانستان نورو سياسي مشرانو هم وخت په وخت نيوکې کړي دي خو اشرف غني وایي که په هېواد کې پاتې شوی وای نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا (د ډاکټر نجیب الله په څېر) په دار ځړول شوی وای او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وای.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG