د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د زيارت په ورځ (16دسمبر) د ترهګرۍ په اړه نړيوال رپورټ خپور کړی دی. د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي، دغه رپورټ ته په کتو مالوميږي چې د داعش ډلې زور مات شوی دی خو د دغه ترهګرې ډلې نېټ ورک او د القاعده څانګې د منځني ختيځ او افريقه پورې خورې شوي دي.
هغه ويلي سخت دريځي او تندلاريتوب سېوا کيږي او په دغه لړ کې نوموړي د سپين پوستکو د سوچ لرونکو د سېوا کېدو يادګېرنه کړې ده.
د امريکې د بهرنیو چارو وزیر ويلي، په نړيواله کچه د ترهګرۍ پرضد مبارزه روانه ده، په کومه کې چې د ځانګړو ترهګرو تنظيمونو څخه ورپېښې خطرې په ګوته کولی شي او ورسره بيا د نړیوالو مرستو او اړیکو ضرورت نور سېوا کيږي.
بلينکن ویلي، د داعش او القاعده نه علاوه نورې ډلې په منځني ختيځ او څو نورو ملکونو کې د حزب الله په څېر ډلې پنجې ښخوي. په ځينو علاقو کې ترهګري په نسلي شکل کې موجوده ده يا نوې بڼه خپلوي کومه چې د تشدد څخه ډکه انتهاپسندي ده او په چټکتيا سره خوريږي.
نوموړي زياته کړې چې د کال 2020 په رپورټ کې ويل شوي چې د ترهګرۍ او د دې اړونده د مخنیوي د هڅو بڼه بدله شوې ده خو په بېلا بيلو برخو کې يې خورېدل يوه جدي مسله ده او هغې لور ته پام اړول کيږي.
بلينکن ويلي، د کال 2019 په پرتله په کال 2020 کې په ترهګرو بریدونو کې وژنې لس فيصده سېوا شوي دي.
د نوموړي په وېنا امریکې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې خپله پاليسي نوې کړې ده چې پکې د ترهګرۍ په نړيواله کچه څارنه شامل ده.