لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:که افغانستان ته پاملرنه ونه شوه نو دا هیواد بیا دترهګرو په ځاله بدلیدای شي


دپاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي دافغانستان په اړه اسلام اباد کې راجوړیدونکې داسلامي هيوادونو غونډه غير معولي بولي او هغه خبردارى ورکړى که نړۍ افغانستان ته پام لرنه ونه کړه نو دغه هيواد يو ځل بيا دترهګرو مرکز جوړيدای او د پاکستان په ګډون غربي نړۍ دافغان کډوالو دسنګين بحران سره مخ کيدای شي.

تيره ورځ دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودهدري پخلی کړی ؤ چې افغانستان کې دطالبانو له واکمنۍ راپدیخوا قابو درې لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي خو خو دکډوالو اړوند سيفران وزارت د فواد چوهدري ددعوې نه لاعلمي ښايي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې خارجه وزير شاه محمود قريشي دافغانستان په اړه اسلام اباد کې راجوړیدونکې داسلامي هيوادونو غونډه افغانستان ته دنړۍ دپام راګرځولو یو ښه فرصت وبللو خو هغه خبردارى ورکړى که افغانستان کې امن پځائ نه شو نو د غربي نړۍ او د نړیوالو طاقتونو دامن هڅې په اوبو لاهو کيدای شي.

دغه غونډه کې ګډون لپاره داسلامي هيوادونو دخارجه وزيرانو په ګډون د ملګرو ملتونو اړونده ادارو، روس چين او د يورپ لویو او مهمو ملکونو ته بلنه ورکړى شوې ده.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قریشي په دغه غونډه کې د طالبانو د حکومت د خارجه وزیر او د افغانستان لپاره د امريکا دځانګړي استازي دګډون پخلى کړی دى.

هم د جمعې په ورځ په اسلام اباد هوايي ډګر ميډېا سره دخبرو په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي ویلي د کانفرنس يوازینی مقصد دځپلي افغان ولس سره مرستې باوري کول دي او په دې ترڅ کې قريشي پاکستان ته رارسيدلو داسلامي هيوادونو دتنظيم عمومي سيکتر حسين ابراهيم طلحه او داسلامي ترقياتي بينک مشر سره خپل ملاقاتونه ډير ګټور وبلل.

دښاغلي قريشي په خبره افغانستان کې د منظمې بينکاري دنظام دنشتوالى له امله بهرنيو هيوادونو کې مېشت افغانان که غواړي نو هم افغانستان کې ميشت خپلو کورنيو ته رقم نه شي ليږلی.

شاه محمود قريشي دا خبردارى هم ورکړى که دافغانستان حالاتو ته پاملرنه ونه شوه نو په لويه شميره کې افغان کډوال د پاکستان او غربې هيوادونو مخه کولى شي.

داتوار په ورځ اسلام اباد کې پیل کيدونکی داسلامي هيوادونو کانفرنس به دريوؤ پړاونو کې سرته رسي چې پکې به يوه غونډه دتړلو دروازو ترشا کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG