لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د کانګرس غړو له بایډن غوښتي د افغانستان کنګل پیسې دې ملګرو ملتونو ته ورکړي


واشنګټن ـــ د امریکې د کانګرس ځینو غړو په یو خط کې له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د افغانستان کنګل پیسې ازادې کړي او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته یې وسپاري. طالبانو د کانګرس غړو د غوښتنې هرکلی کړی دی.

د امریکې د استازو د اېوان نهو تنو غړو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن او د خزانې وزیرې جېنټ یېلین ته په یو ځانګړي خط کې لیکلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده.

د کانګرس دې غړو چې اکثر یې ډیموکرېټان دي په خط کې ویلي د افغانستان خلکو په تېرو شلو کلونو کې د امریکې تر څنګ مبارزه کړې، خو اوس د لوږې او اقتصادي بحران له خطر سره مخ دي.

له اوسني بحرانه د افغانستان د ایستلو په هدف د امریکې د کانګرس دغو غړو د ولسمشر جوبایډن حکومت ته وړاندیز کړی، د افغانانو کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي‌:

"دغه شتمني دې د ملګرو ملتونو مناسب دفتر ته وسپارل شي، چې د ښوونکو تنخاوې ورکړل شي او په سکولونو کې زده کوونکو ته خواړه برابر شي چې نجونې هم د تعلیم اجازه ولري".

د کانګرس دغو غړو لیکلي دوی نه غواړي د طالبانو له حکومت سره مرسته وشي یا په رسمیت وپېژندل شي خو ټینګار کړی داسې لارې چارې شته چې امریکا له هغو لارو ‌ په افغانستان کې د اقتصادي بحران مخه ونیسي چې تر اوسه یې په نړیوالو مرستو تکیه وه.

دغو امریکایي قانون جوړونکو وړاندیز کړی مرستې باید طالبانو ته نه بلکې په مخامخ ډول د افغانستان خلکو ته ورسېږي او وایي دا اقدام کولای شي په افغانستان کې د اقتصادي بحران او بدحالۍ مخه ونیسي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د امريکې د کانګرس د غړو خط ستایلی چې پکې یې له صدر بایډن، بهرنیو چارو وزارت او خزانې وزارت څخه د افغانستان د کنګل شوو پيسو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن د دسمبر پر 17مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي د افغانستان د شتمنيو کنګل کېدل او په بېنکي سیسټم کې ستونځې د بشري ناورین سبب کېږي. بلخي لیکلي:

"موږ په امريکا کې د يو شمېر کانګرس غړو او نورو جهتونو له خوا افغانستان سره د مثبت تعامل په هکله غږ پورته کولو ستاینه کوو او د نړۍ په سطحه د داسې غږونو لا پراخولو غوښتونکي يو تر څو افغانانو ته د هغوی ټول مشروع حقوق ورکړل شي او چا ته اجازه ورنه کړل شي چې نور افغان ولس وځوروي."

د امریکې د کانګرس غړو په خط کې د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله راغلي چې د افغانستان 18.4 میلینه وګړي بشري مرستو ته ضرورت لري او ددې هېواد شاوخوا 30 فیصده خلک د خوراکي موادو له بحران سره مخ دي چې وایي دوه میلینه پکې ماشومان دي.

امريکې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هيواد شاوخوا نهه نیم اربه ډالر کنګل کړي دي. طالبانو په تېرو درو میاشتو کې په وار وار له امریکې د کنګل شوو پيسو د ازادولو غوښتنه کړې خو امریکې یې غوښتنه رد کړې ده.

د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي د دسمبر پر 14مه یو ځل بیا وويل، د امریکې حکومت د اوس لپاره داسې پلان نه لري چې د افغانستان کنګل شوې پسې ازادې کړي او طالبانو ته یې وسپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG