واشنګټن – د جرمني د روغتیا وزیر کارل لوټرباخ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، دی فکر کوي چې د کورونا د اومېکران ډول له امله به د کورونا پنځمه ستره څپه راځي.
نوموړي دغه څرګندونې د جرمني په شمالي ایالت سسوني کې د واکسین له یو مرکز څخه د لیدنې پر وخت په یوې خبري غونډه کې کړي.
لوټرباخ چې د اپیډیمالوژۍ پخوانی پروفیسر دی وویل، دی په برتانیه کې له خپلو همکارانو سره له نېږدې په اړیکه کې دی او هغوی وايي، د اومېکران خپرېدل به تر ټولو هغو زیات وي چې تر اوسه مونږ په دې وبا کې لیدلي دي.
د جرمني د روغتیا وزیر وړاندې وویل، چې جرمني باید داسې یو چلنج ته تیاری ونیسي چې لا تر اوسه ورسره په دې ډول کې نه یو مخامخ شوي.
ده دا هم وویل، دا چې اومېکران به نسبتا خفیفه ناروغي رامنځته کوي کوم فرق نه راولي ځکه د اومېکران په چټکۍ سره د خپرېدو توان به هغه ګټه لاندې کړي چې خفیفه ناروغي راولي.
لوټرباخ وویل، دی ګومان نه کوي د اومېکران د څپې مخنیوی دې وشي او له همدې امله به دا زمونږ روغتونونو، بیړنیو خونو او په ټوله کې ټولنې ته یو لوی چلنج وي.
خو هغه وویل، د واکسین دریم ډوز یا بوسټر شات یواځینۍ ريښتینې لاره ده چې د اومېکران د شدید حالت څخه مخنیوی کولای شي.
هغه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې د واکسینونو اخېستلو تېزول او د بوسټر ډوزونو اخېستل د کورونا پرضد د دغه د سټراټېژۍ مرکزي ټکي دي او دی به له نورو هېوادونو سره هم اړیکه ونیسي چې د واکسین زیات ډوزونه ترلاسه کړي.
جرمني د کورونا د پېښو د یو ځل بیا زیاتوالي له امله روغتیايي بندیزونه بېرته ولګول او هغه کسان چې واکسین شوي نه دي هغوی یې له رسټورانټونو او غیر ضروري تجارتونو څخه منعه کړل.
په جرمني کې د رابړټ کوخ انسټېټیوټ د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۵۰۹۶۸ نوې پېښې موندل شوې دي.