لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:سږکال نړۍ کې 46 اؤ افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي


د بې پولې خبريالانو نړیوال سازمان د2021 کلني رپورټ کې افغانستان خبريالانو لپاره خونړی هېواد بللی او پخپل رپورټ کې یې ويلي چې روان کال په دې هېواد کې شپږ خبريالان وژل شوی دي۔

په افغانستان کې د خبريالانو ددفاع کمېټه او ځايي ژورنالستان وايي که څه هم د طالبانو واک ته له رسیدو روسته د وژنو کچه لاندې راغلې خو د ژورنالستانو سره اوس هم دتاوتريخوالي پېښې مخې ته راځي او په خلاص مټ مالوماتو ته لاس رسی نه لري۔

بلخوا د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې د دوئ حکومت هڅه کوي چې دخبریالانو سره دتاوتريخوالي درامنځته کیدونکو پېښو مخنيوی وکړي او خبريالان سل په سله په ازادۍ سره مالوماتو ته لاس رسی ولري۔

د بې پولې خبريالانو دسازمان د رپورټ ترمخه سږ کال په نړۍ کې 46 خبريالان وژل شوي چې د شپږو تعلق پکې د افغانستان سره دی۔

د افغانستان دخبریالانو د دفاع دکمېټې مشرعبدالمعید هاشمي وي او ای ډيوه ته وايي که څه هم په هېواد کې دطالبانو د واکمنۍ راپدیخوا دخبریالانو د وژنو پېښې کمې شوي، خو دخبريالانو ځورول لا هم دوام لري۔

نوموړي زياته کړه چې کال 2021م افغانستان کې خونړی کال ؤ او له بده مرغه زمونږه شپږو ژورنالستانو چې زياته برخه يې ښځينه خبريالانې وې په دې کال کې ژوند د لاسه ورکړو۔

"د طالبانو د اسلامي امارت د راتلو نه وروسته د خبريالانو د ځورولو او بندي کولو پېښې کمې شوي نه دي خو خوشبختنه د ژورنالستانو د وژنو د پېښو کچه راټيټه شوې ده"

هغه وایي دوئ هیله لري چې عام وسله وال طالبان روزنه او تربيت ولري او د خپلو مشرانو د هداياتو مطابق به د رسنيو سره ښه چلند وکړي.

د رپورټرز ود اوټ بارډرز په دې رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د نړۍ په کچه د 60 ښځينه خبريالانو په شمول 488 خبريالان د دسمبر نيمې پورې په زندانونو کې بندي وؤ چې دا په تېرو 20 کلونو کې تر ټولو زياته شمېره ده۔

په جلال اباد کې مېشت خبريال عبدالخالص صافي وي او ای ډيوه ته وايي اوسمهال خبريالان د ګواښ سره مخ دي او دا چې په ازادۍ سره مالوماتو ته لاس رسی هم نه لري.

" اوس په افغانستان کې د بيان د ازادۍ مخه نيول شوې ده، خبريالان سانسور دي رسنۍ سانسور دي او خبريالان نه شي کولی چې هغه مالومات په بشپړه توګه له خلکو سره شريک کړي ځکه دوی له پاره دلته د سر خطر رامنځ ته کېږي"

په افغانستان کې د خبريالانو ددفاع کمېټۍ نه دترلاسه شويو شمېرو ترمخه دتېرو 20 کلونو په مهال په دې هېواد کې 102 خبریالان وژل شوي او له پخواني حکومت په موده کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي 750 قضیې ثبت شوې وې خو خو تر اخره یې نه څېړنې وشوې او نه عاملینو ته سزا ورکړل شوه۔

بلخوا د طالبانو حکومت مرستيال وياند بلال کريمي وي او ای ډیوه ته ویلي د دوئ حکومت هڅه کوي چې د خبریالانو د ځورولو دپېښو مخنيوي وکړي ترڅو دوئ په ازادۍ سره مالوماتو ته لاس رسي ولري۔

نوموړي زياته کړه چې په هر صورت کې اسلامي امارت د بيان د ازادۍ او د ژورنالستانو د خونديتوب او د اسلامي او معاشرتي اصولو مطابق د دوئ د خپرونو حمايت کوي۔

" په هر صورت اسلامي امارت به ،چې کومې خلاوې په ځينو ځايونو کې موجود وې يا دي نو د هغې د تکرار د مخنيوي لپاره ګامونه اخلي او د ژورنالستانو او رسنيو سره د ښه تعامل پالیسي لري"

هغه وویل اسلامي امارت اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ژورنالستانو سره ښه همکاري لري اؤ غواړي چې په راتلونکي کې خبریالانو ته کومه ستونزه رامنځته نه شي.

د خبریالانو ددفاع دکميټې د مالوماتو ترمخه تېر کال د نومبر دوېمې نېټې نه تر روان کال نومبر پورې په دې هېواد کې 12 خبريالان وژل شوي او 230 نور ځورول شوي دي۔

کميټه دا هم وايي چې د طالبانو واکمنۍ ته د رسیدو راپدیخوا په افغانستان کې دمیډيا 220 ادارې بندې شوي او نزدې 2000 ښځينه خبريالانې بې روزګاره شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG