لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: له ایران سره خبرو کې پرمختګ شوی خو که ایران په بیړه اقدام و نه کړي نو ناکامه به شي


د پلېس کوبرګ په نامه په ویانا کې دا هغه ودانۍ ده چې د تړونو دروازو ترشا پکې د ایران د اټومي پروګرام پرسر خبرې کېږي.
د پلېس کوبرګ په نامه په ویانا کې دا هغه ودانۍ ده چې د تړونو دروازو ترشا پکې د ایران د اټومي پروګرام پرسر خبرې کېږي.

واشنګټن – امریکا وایي، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بېرته پر ځای کولو پر سر په وروستیو خبرو کې پرمختګ شوی خو د تړون پر سر د تهران او د نړۍ د طاقتونو ترمنځ د جوړجاړي د ماتېدو د مخنیوي لپاره باید زیات څه وشي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د ساتلو پرسر وروستی پړاو خبرې د جمعې په ورځ پای ته ورسېدلې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جګ پوړي چارواکي په ټیلیفون باندې خبریالانو ته د شوي پرمختګ دوه بېلګې روښانه کړې.

لومړی پرمختګ دا چې ایران د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا ومنله چې د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې ته اجازه ورکړي چې د ایران په کاراج نومي ښار کې د اټومي دستګاه پر ودانۍ باندې د ملګروملتونو څآرونکي بېرته کامرې ولګوي.

دغه کامرې په جون کې ویجاړې شوې وې او ایران ویلي وو چې دا په سیمه کې د ایران د سیال اسرایلو لخوا ویجاړې شوې دي خو اسرایلو دا ادعا نه تایید او نه هم رد کړې ده.

د امریکايي چارواکي لخوا له ایران سره په خبرو کې د دوهم پرمختګ په اړه ویل شوي چې امریکا او ایران د مذاکراتو په هغه متن باندې یو ډول نظر لري چې د تهران پرضد د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو په غبرګون کې به د ایران د اټومي پروګرام کومې برخې بندېږي.

خو بیا هم امریکايي چارواکو ددغه متن په اړه د ډېرې لیوالتیا پرضد خبرداری ورکړی.

په ویانا کې په دغو ترسره شویو خبرو کې امریکا، ایران او پنځو نورو طاقتونو د منځګړو په توګه برخه درلوده.

امریکايي چارواکي په ټیلفون خبریالانو ته ویلي، "زمونږ په اجندا کې دا دي چې مسلې باید و ارزول شي نه د حل لارې چې باید ومنل شي. اوس هم ډېر کار پاتې دی چې باید ترسره شي."

امریکايي چارواکي همدارنګه وویل، د ایران لخوا په خپل اټومي پروګرام کې وروستيو پرمختګونو نړۍ وېرولې چې کېدای شي وسلو ته وکارول شي او له همدې امله د تهران لپاره دا د بیړې کار دی چې د ۲۰۱۵ کال ته راوګرځول شي.

ده وویل، "مونږ یو اندازه پرمختګ کړی خو په دومره کافي نه دی چې ایران پرې له هغه بریده راوګرځوو چې د ۲۰۱۵ کال د تړون مادو ته زیان و نه رسېږي."

ایران وايي، د دوی اټومي پروګرام سولیز دی خو د امریکا لخوا ددغه تړون څخه د وتلو پر غبرګون کې یې د ۲۰۱۹ کال راهیسې په خپل اټومي پروګرام باندې خپلې منګولې لا پسې خښې کړې دي.

د امریکا تېر ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه له دغه تړون څخه وتلی وو او په ایران باندې یې بندیزونه لګولي وو او ویلي وو چې دا غوره ده چې په ایران باندې فشار راوړل شي چې له خپلو ورانکارو اعمالو څخه ودرېږي.

خو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د ۲۰۱۵ کال تړون ته بېرته ګرځېدل غوره لاره ده چې ایران پرې د اټومي تړون له لیارې وسلو جوړولو ته و نه رسېږي خو تهران هم باید یاد تړون ته په سمه توګه راوګرځي.

تر دې مخکې د ایران ستر اټومي مرکچي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري کاني د جمعې په ورځ په ټویټر لیکلي وو چې د ویانا په خبرو کې ښه پرمختګ شوی.

دا د ایران او د امریکا ترمنځ اووم دور غیر مستقیمې خبرې وې. تر دې مخکې شپږ پړاو نورې خبرې د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG