لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې بلدیاتې ټاکنو لپاره د رایې ورکولو عمل پیل شوی


دخیبر پښتونخوا په ۱۷ؤ ضلعو کې دسیمه ییزو حکومتونو دټاکنو عمل نن داتوار یا یکشنبې په ورځ ترسره کیږي اؤ ددغو ټاکنو په لړ کې د رایې ورکولو عمل دسهار اتوؤ بجوؤ نه پیل شوی چې ترداښام پینځوؤ بجو به دوام لري.

خیبر، مهمند او باجوړ دخیبر پښتونخوا صوبې هغه درې ضلعې دي چې صوبه کې له ورګډید وروسته ددغو سیمو خلک هم نن په وړومبي ځل د ووټ دلارې خپل سیمه ییز استازي ټاکي.

خیبر پښتونخوا کې په مرحله وار ډول دا بلدیاتي ټاکنې په داسې مهال کیږي چې پاکستاني طالبانو روانه میاشت حکومت سره دیوې میاشتې د شوې ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی اؤ له هغې وروسته یې دګڼو بریدونو پړه پغاړه اخستې ده.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې په پرامنه ډول دانتخاباتو ترسره کولو لپاره دصوبې په ۱۷ؤ ضلعو کې ۷۷زره پولیس ګمارل شوي اؤ دپوځ اؤ ایف سي ۱۰زره سرتیري به هم د دوئ پشا ولاړ وي.

د صوبې د ټاکنو د کمېشن وياند محمد سهېل ډيوه ته ویلي د ټولو ضلعو امنيتي چارواکو باور ورکړی چې د امنيت د پاره يې هر ممکن ګامونه پورته کړي دي.

نن چې په کومو ضلعو کې خلک دخپلو سیمه ییزو استازو د ټاکنو لپاره رایې ورکوي هغې کې پېښور،نوښار،چارسده،مردان،صوابۍ،کوهاټ،کرک،هنګو،بنو،لکي مروت،ډیره اسماعیل خان،ټانک،هریپور،بونیر،باجوړ،خیبر اؤ مهمند شامل دي.

د خېبرپښتونخوا د ټاکنو د کمېشن له مخې په دې ټاکنو کې د يو کروړ او 26 لکه نه زيات ووټران کولی شي چې رايې واچوي، او د دې ټاکنو ټول 9223 پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي چې پکې 4188 حساسې او 2507 زیاتې حساسې ګرځول شوي دي.

د صوبې د بېلابيلو ضلعو امنيتي چارواکو ویلي، د الېکشن د ورځې د پاره يې ځانګړي پلانونه جوړ کړې دي او په ډېرو حساسه او حساسه ګرځول شوو پولنګ سټېشنو باندې به خصوصي امنيتي ځواکونه ګمارل کيږي.

د خېبرپښتونخوا د ټاکنو کمېشن او امنیتي چارواکو ټاکنو په مهال د امنیت ټینګ ساتلو دعوه په داسې حال کې کړې چې هم له دې ټاکنو یوه ورځ وړاندې د خالي/ شنبې په ورځ په ډېره اسماعيل خان کې د عوامي نيشنل ګوند کانديد عمر خطاب شيرانی نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

د کال 2015 په بلدياتې ټاکنو کې په مختلفو پيښو کې ي11 تنه وژل شوي وو او د يو شمېر سيمو نه د جنګ جګړو رپورټونه هم مخې ته راغلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG