لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د افغانستان په اړه د او ایي سي د رول هرکلی کړی


امریکې ویلي، د افغانستان دپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډه ګټوره وه، او په دې کې مهمه دا وه چې د بشري مرستو د فنډ دپاره پکې د او ايي سي ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تومس وېسټ په ټویټر ويلي، امريکا د ونډې په برخه کې د او ايي سي د رول تود هرکلی کوي.

پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (19دسمبر) په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډه شوې او په دغه غونډه کې وعده شوې چې د افغانستان دپاره به د بشري امداد فنډ جوړولی شي.

د افغانستان د مرستې دپاره دا فنډ چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي لخوا اعلان شوی، ویل شوي د اسلامي ترقیاتي بېنک تر څارنې لاندې به دا فنډ جوړیږي. خو دا نه دي ويل شوي چې په دې فنډ کې به څومره پیسې راجمع کیږي.

او ايي سي په ټویټر اعلان کړی ، طارق علي بخيت به د افغانستان د بشري مرستو دپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

په اسلام اباد کې ترسره شوي د او ايي سي په غونډه کې د اسلامي هېوادونو د استازو سره د ملګرو ملتونو، امریکا، چين، يورپي يونين او جاپان استازو هم ګډون کړی دی.

د غونډې د کوربه پاکستان وزيراعظم عمران خان غونډې ته په وېنا کې ويلي، که په افغانستان کې د بدو حالاتو مخنيوی ونه شو، نو ګډوډی به رامنځته شي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي هم ګډون کړی دی.

متقي ويلي، د نړیوال بېنک، اسیايي بېنک او نورو ادارو لخوا د افغانستان انکشافي پروژې او مرستې په ټپه ولاړې دي، چې له امله یې د افغانستان د روغتيا، معارف او عامه خدماتو نظام د خطره سره مخ کيږي او زيان يې ولس ته اوړي.

هغه ويلي په لنډ مهال کې سمدستي مرستو ته اړتيا لري او زياته کړې يې ده چې د دغه غونډې د ګډونوالو نه هيله لري چې د امریکايي چارواکو نه غوښتنه وکړي چې د افغان ولس ځورول او افغان حکومت کمزوری کول د هيچا په ګټه نه دي.

XS
SM
MD
LG