لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي غواړي د قطر په همکارۍ د افغانستان پینځه هوایي ډګرونه سمبال او فعال کړي


واشنګټن ـــ د ترکي د بهرنیو چارو وزارت ویلي غواړي له قطر سره په همکارۍ د کابل په ګډون د افغانستان د پینځو هوایي ډګرونو د سمبالولو په هکله د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي.

د ترکي د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ګل- دوشنبې په ورځ له خپل ملایشیایي سیال سیف الدین عبدالله سره په انقره کې ګډې خبري غونډې ته وویل، ترکي او قطر ژمنه کړې چې په افغانستان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د پینځو هوایي ډګرونو د سمبالولو لپاره ګډ کار وکړي. ښاغلي‌ اوغلو وویل:

"د افغانستان لنډمهالي حکومت ته به ګډ وړاندیزونه کوو، زموږ همکاران نن شپه دوحې ته ځي او له هغه ځایه به یو ځای کابل ته ولاړ شي چې پر موضوع د [طالبانو] له حکومت سره بحث وکړي."

دا دویم ځل دی چې ترکي د افغان هوایي ډګرونو سمبالولو ته لېوالتیا ښیي. له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې ترکي د کابل د نړیوال هوایي ډګر د سمبالولو او د امنیت د ټینګښت لپاره تیاری ښودلی وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بین عبدالرحمن الثاني هم له خپل ترکي سیال سره د دسمبر پر شپږمه ګډې خبري غونډې ته ویلي وو "قطر او ترکي پرله پسې د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره کار کوي چې یو قرارداد وکړي، [کابل] هوایي ډګر خلاس کړي او فعال یې کړي".

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ترکي او قطر د تکنیکي ټیمونو ماهرو کسانو د کابل د هوایي ډګر په بیرته پرانیستلو او پروازونو ته په تیارولو کې همکاري کړې ده.

د ترکي د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د ترکي او قطر کمپنۍ د کابل د هوایي ډګر په ګډون د افغانستان د پینځو هوایي ډګرونو د سمبالولو لپاره یو قرارداد لاسلیک کړی دی. ښاغلي اوغلو د نورو څلورو هوایي ډګرونو نومونه ذکر نه کړل، خو ویې ویل:

"که زموږ شرطونه ومنل شي کولای شو هوایي ډګر له قطر سره په ګډه سمبال کړو، خو که مو شرطونه ونه منل شي د دغو هوایي ډګرونو د چارو د سمبالولو لپاره پر موږ هیڅ ډول جبر نه شته."

ښاغلي چاوش اوغلو وایي د نورو اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یو ځای کابل ته د هغه سفر باندې لا هم بحث کیږي.

رایټرز خبري ایجنسۍ بیا پخپل رپوټ کې ویلي چې د متحده عربي اماراتو مقاماتو چارواکو هم د کابل د نړیوال هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره د طالبانو سره چارواکو سره تماس نیولی دی.

که څه هم چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر سمبالول لږ اقتصادي ګټې لري خو کوم هیواد چې یې د چارو تر سره کولو ذمه واري پر غاړه اخلي دا موقع په لاس ورځي چې افغانستان ته د تلونکو راتلونکو کسانو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG