لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که واشنګټن په کابل لګیدلي بندیزونه نرم کړي ګټې به یې څه وي؟


د امریکا دخارجه محکمې يو چارواکي ویلي چې امریکا به په افغانستان دطالبانو له قبضې وروسته هلته د بشري مرستو اجازت ورکولو لپاره په کابل لګېدلو بندیزونو کې دنرمښت څخه کار اخلي.

ورځپاڼه ډان وايي دا اشاره د امریکې دبهرنیو چارو دمحکمې يو چارواکي د نړيوالو مطبوعاتو دصحافيانو سره خبرو کې ورکړې ده.


څېړونکي وايي که داسې وشول نو دې سره به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په هڅو کې مرسته ترلاسه شي خو وايي ددې بله معنا به دا هم چې د افغانستان مالي مارکېټ به د امریکا لاسونه ته پرېوځي.

د امریکا دبهرنیو چارو د محکمې چارواکي ویلي افغانستان ته د نغدو پېسو د وړلو اجازه ورکولی شي چې داسې د نغدو پېسو د سخت کموت سره مخ هېواد ته د ليکويډيتي یا نغدو پېسو اجازت وي.

هغه وايي په داسې کولو سره به افغانستان ته په شخصي بنياد دلا نور ترسيلات زر ترلاسه کولو اجازه هم ترلاسه شي.

د امریکا دبهرنیو چارو د محکمې د چارواکي لخوا دا بیان د واشنګټن له لوري په افغان طالبانو لګېدلو بندېزنو ته د بيا کتنې د غوښتنو وروسته مخې ته راغلی دی.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید چې د افغانستان په چارو هم نظر لري ډيوه ته وايي امریکا ته معلومه ده چې د افغانستان په مارکېټ کې نغدې پېسې نشته او که د نغدو پېسو او ترسيلات زر د تلو اجازه ورکړی شي نو تر ډېره حده د افغانستان په بشري بحران قابو موندل کېدی شي.

هغه وايي په زوړ نظام کې چې خلکو په بېنکونو کې کومې پېسې ايښې وې نو د بندېزونو له کبله هلته بېنکونه تش پراته دي او ولس د مشکلاتو سره مخ دی.

هغه وايي دا خبره هم کېږي چې دا پېسې به طالبانو ته نه ورکړی کېږي او داسې طريقه کار به ټاکي چې پېسې د ترهګرو لاسونو ته هم لاړې نه شي.

ډاکټر خورشید وايي امریکا دا هم وايي چې د پېسو د څار لپاره به هغوئ يو ازاد د څارنې نظام جوړوي او راپورونه وايي چې طالبان هم په دې رضا دي.

دی وايي که داسې رښتيا وايي نو ددې مطلب به دا وي چې دافغانستان مالي نظام،مارکیټ او دبېنکارۍ نظام به د امريکا په قابو کې راشي او دې سره به د افغانستان خپلواکي هم د ننګونو سره مخ شي او طالبان به هم بيا هغه نه وي چې د امریکا مخالف وؤ.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د امريکا د واکمن ډېموکرېټک ګوند 46 قانون سازانو د امریکا صدر ته ليکلي خط کې ويلي چې د افغانستان د بشري ناورين د مخنیوي لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي.

دغه قانون سازانو د امريکايي صدر څخه غوښتنه کړې چې په طالبانو جاري د سزا بندیزونه راکم کړي او ددغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ دې ايله کړي.

سپينه ماڼۍ وايي د افغانستان دکنګل شوؤ شتمنو په اړوند د هغوئ لاسونه تړل شوي دي او دا معامله د عدالتي مقدمو سره مخامخ ده خو وايي امریکا به په افغانستان کې د بشري مرستو د هڅو ملاتړ کوي.

سږکال داګسټ په 15مه په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته امریکا د افغانستان نيزدې لس بيلېنه شتمنۍ کنګل کړي او دغه هېواد ته ورکړی کېدونکی نړیوال امداد یې هم بند کړی چې له کبله یې د افغانستان اقتصاد چې زياتره په بهرنیو مرستو اډاڼه ؤ اوس د راپرځېدو په حال کې دی.

په افغانستان کې د کلونو جګړې، اوچکالۍ او غريبۍ ځپلي خلک دغه بشري مرستو ته لا نور اړ ویستلي دي.

کالم لیکونکی او ددفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال(ر) طلعت مسعود ډيوه ته وايي د امریکا دا ګام د طالبانو په ملاتړ کې نه بلکې د افغانستان د بې وزله ولس د ښېګړې لپاره پورته کوي او ددې هرکلی پکار دی.

هغه وايي افغانستان د امریکا نورو مرستو ته هم اړتيا لري.


دنوموړي په وینا د طالبانو حکومت له به هم خپل دریځ کې نرمي راوستل وي ولې چې د هغوئ ستغ دريځ ناسم دی.

ښاغلی مسعود زیاتوي که طالبان نړيوال قبوليت ترلاسه کول غواړي نو ورته به لا نور هم ګامونه اخستل وي او دنړیوالې ټولنې مطالبات به مني.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې دڅلور کروړه افغان ابادۍ نيمايي خلک د سختې لوږې سره مخامخ دي او وايي يو میلیون افغان ماشومان د لوږې له امله د مرګ په درشل ولاړ دي.

د تېر دسمبر په 19مه د اسلامي هیوادونو د همکارۍ تنظیم او اي سي هم د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي په اړه د غور لپاره د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ناسته کړې وه چې مقصد یې د افغانستان کنګل شوې شتمنې ايله کول او په طالبانو بندېزونه لېرې کول وؤ.

د امريکا د خارجه چارو دمحکمې چارواکي دا هم ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ به په سملاسي ډول ايله کول ممکن نه وي او نه به واشنګټن په کابل کې خپل سفارت پرانزي.

د امريکا دصدر انتظاميه په طالبانو د ترهګر ډلو او په ځانګړي ډول القاعده سره داړیکو غوڅولو، دټول شموله حکومت جوړولو، د ښځو اؤ بشري حقونو ته د درناوي کولو او د جينکو په تعليم دبندېزونو لېرې کولو لپاره په طالبانو فشار اچوي او څېړونکي وايي دغه بندېزونه هم ددغه فشار برخه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG