لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امريکا صدر د کرونا وبا ضد مبارزې د نوو هڅو پېل کولو اعلان کړی


د امریکا صدر جوبايډن د کرونا وايرس د نوي ډول اومېکرون پرضد مبارزې دپاره د نوو هڅو د پاليسۍ اعلان کړی دی، هغه ويلي په روغتونونو کې به عمله پوره کولی شي، او د کرونا وبا قابو کولو طبي الات به رسولی شي او د معاينې دپاره 50کروړه کيټس ورکولی شي.

نوموړي د نهې/ سه شنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ څخه قوم ته په وېنا کې کړې ده.

هغه ويلي د کرونا نوې پېښې سېوا شوي او د ګل په ورځ يو لک 43 پېښې مخې ته راغلي او 1300 کسان ترې مړه شوي دي، او په نوو پېښو کې نزدې په هرو څلورو پېښو کې درېو ته اومېکرون ډول وايرس شوي وو.

بايډن ويلي هغه کسان چې د ويکسين کورس يې مکمل کړی او بوسټر شاټس يې لګولی هغوی د خپلې کورنۍ سره د نوي کال او کرسمس دستورو ته تللی شي.

د نوموړي په وېنا د کرونا د اومېکرون ډول د اندېښنې وړ دی خو ويره ترې نه ده پکار.

خو هغه خبرداری ورکړی که تاسو د ويکسينو کورس نه وي مکمل کړی، پوره ويکسین مو نه وي لګولي نو بيا تاسو پرېشانه کېدی شي.

بايډن ویلي په امریکا کې څلور کروړه خلک اوس هم داسې دي چې ويکسين يې نه دي لګولي هغه په دغو خلکو غږ کړی چې د وطن سره د مينې څرګندونه وکړي او ويکسين ولګوي.

امریکايي صدر په خلکو غږ کړی چې ويکسين لګول او نه لګول يې خپله خوښه ده خو نه لګول يې په مرګ او ژوند کې د يو څيز انتخاب دی، هغه خلکو ته خواست کړی چې ويکسين ولګوي او دا زمه واري پوره کړي.

هغ ويلي د کرونا اومېکرون ډول په تېزۍ خوريږي خو دوی هیله لري چې د کال 2020 د مارچ په مياشت کې چې د کرونا وبا لومړۍ ورځې وې، اوس به هغه ډول حالات نه جوړيږي کله چې د زرګونو په شمېره کې کاروباري ادارې او سکولونه تړل شوي وو.

نوموړي په خلکو غږ کړی چې تاسو به ستړي شوي او تنګ شوي يې، خو د دغو حالاتو نه به ووځو، د امریکا دپاره يو چېلنج هم داسې نه دی چې حل يې را ونه باسي.

XS
SM
MD
LG