لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د ډېورنډ د کرښې نه د پاکستان د سيمو ازغن تار لرې کړی، راپورونه


د مطبوعاتي راپورونه ترمخه د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې طالب چارواکو ويلي، د ډېورنډ په پوله د لال پورې په علاقه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا لګول شوی د سيمو ازغن تار يې لرې کړی دی.

د افغانستان خبري ادارې پژواک په خپل یو رپورټ کې د ځايي خلکو لخوا ويلي، چې د طالبانو د ننګرهار صوبې استخباراتي مشر سره د عملې لال پورې ضلعې ته تللی او د پاکستاني ځواکونو لخوا د سيمو ازغن تار يې راټول کړی او کار يې ودرلی دی.

په خبر کې ويل شوي چې د ننګرهار د ګورنر دفتر هم دغه خبر تاييد کړی چې افغان طالبانو د ډېورنډ په پوله د پاکستاني پوځ لخوا په جوړېدونکې پوځي څوکۍ کار ودرولی او په لال پوره ضلع کې د سيمو ازغن تار راټول کړی شوی دی.

د پاکستان لخوا دغه بيان او خبرونو ته په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د 20 دسمبر راهسې په ټولنيزو رسنيو داسې ويډيوګانې هم خبرې شوي چې پکې طالبان ليدل کيږي د پاکستاني ځواکونو سره د لرې نه خبرې کوي او د سیمو ازغن تار ورسره هم ليدل کيږي.

افغان خبريالانو هم په ټویټر دغه ويډيوګانې خپرې کړي دي.

په کوم ځای چې د شخړې رامنځته کېدو ويل شوي، د پولې پورې غاړې ته د افغانستان ګوشته علاقه او دې غاړې د پاکستان مومندو ضلع پرته ده.

وي او اې ډیوه د دغه پېښې په اړه د طالبانو د مرستیال وياند بلال کريمي نه په وټس اېپ پوښتنه کړې، هغه يې پېغام کتلی خوځواب يې ورته نه دی ویلی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ کرښه تل لانجمنه پاتې شوې ده.

پخوانی بريګيډير سيد نظير وايي، د ډېورنډ په کرښه په تيرو وختونو کې هم وخت په وخت شخړې راپورته شوي، د دواړو غاړو لخوا پکې وسلې کارول شوي او مرګ ژوبلې پکې هم اوښتي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د طالبانو په واکمنۍ کې دا مسله راپورته کېدل د دې خبرې غمازي کوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ دا مسله هواره شي له هغې وړاندې چې دا د دواړو ملکونو د تعلقاتو خرابېدو سبب جوړ شي.

پاکستان د 2016 کال راهسې افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه چې نزدې 2600 کلوميټره اوږدوالی لري ازغن تار لګول پېل کړي وو.

پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني خو افغانستان يې په رسميت نه مني.

په کال 2017 کې هغه وخت افغان ولسمشر اشرف غني د ډېورنډ د کرښې د نوم اخیستو پرته ويلي وو،" څوک چې فکر کوي په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د روان کال جون په مياشت کې ويلي وو د افغانستان سره په پوله د سیمو د ازغن تار لګولو کار 88 فيصده پوره شوی دی.

پاکستان تل دريځ خپل کړی چې د افغانستان سره په پوله د وسله والو تندلارو، قاچاقبرو او غېر قانوني تګ راتګ د مخې نيولو دپاره د سيموازغن تار لګوي او چيک پوستې جوړوي.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د مطالعو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځه د ډېورنډ کرښه یو تاريخي حيثيت لري او په دې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې هم راپورته کیږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دغه پوله چې افغانستان په رسمي او غېر رسمي ډول تراوسه نه ده منلې، که هلته د طالبانو حکومت وي او که بل حکومت وي، تل د دغه پولې په سر د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې جوړې شوي دي.

په افغانستان کې چې طالبان په 15 اګست په واک کې راغلي، دا لومړی ځل دی چې د ډېورنډ په پوله د شخړې خبرونه مخې ته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG