لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: د افغان ولس د مرستو دپاره د نړيوالې ټولنې سره په ګډه نه ستړی کېدونکی کار کوو


USA-BIDEN/BLINKEN

د امریکې د بهرنیو چارو وزير ويلي، امریکا د نړيوالې ټولنې سره په ګډه نه ستړی کېدونکی کار کوي، چې د افغان ولس بشري او اړينې مرستې اسانې کړی شي.

نوموړي پرون د شورو/ چهارشنبې شپه په 22 دسمبر په ټویټر ويلي، د افغان ولس د مرستو په لړ کې د امريکې د خزانې وزارت درې عام لايسنسونه جاري کړي چې د کمزور ي يا د هغو چې زيات زيامن کيږي، د هغو پراخه مرستې وشي.

بل لور ته هم پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره هغه پرېکړه لیک په ګډه منظور کړی چې امریکې یې وړاندیز کړی وو. او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو ادارو د امنیت لپاره طالبانو ته د شپږ میلینه ډالرو ورکولو وړاندیز کړی دی.

د امریکې حکومت څو ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره قرارداد وړاندې کړی وو، چې د دې شورا د غړو هېوادونو چین او روس د ویټو کولو له کبله رد شوی وو.

امریکې په پروني دوېم ځل امنیت شورا ته یو قرارداد وړندې کړو، چې پر اساس به یې امریکا له طالبانو پرته له افغانستان سره بشري مرستې کوي.

د دې قرارداد له مخې اوس په افغانستان کې "د پیسو ورکړې، د نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي سرچینو او پر وخت ددغو مرستو د رسولو په برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د توکو او لازمو چارو ترتیبولو یا ددغه ډول فعالیتونو ملاتړ ته اجازه ورکول کېږي".

په قرارداد کې راغلي چې دغه مرستې په افغانستان کې د لومړنيو بشري اړتیاوو ملاتړ کوي، خو وایي دا مرستې په طالبانو پورې تړلیو ادارو باندې د لګېدلو بندیزونو "سرغړونه" نه ده.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په بل ټویټ کې د پاکستان مننه کړې چې د افغانستان په اړه يې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د تنظیم (او ايي سي) کوربه توب کړی دی.

هغه ويلي، دغه غېر معمولي غونډه د افغان ضرورتمندو سره د مرستې دپاره د ټولو په شريکه د ګډې ارادې او عمل غوره نمونه ده.

نوموړي زیاته کړې د دغه غونډې په کورب توب او د نړيوالې ټولنې په رابللو چې افغان ولس مرسته وکړي، په دغه کار امريکا د پاکستان مننه کوي.

د اتوار/ يکشنبې په ورځ (19دسمبر) په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډه شوې او په دغه غونډه کې وعده شوې چې د افغانستان دپاره به د بشري امداد فنډ جوړولی شي.

په اسلام اباد کې ترسره شوي د او ايي سي په غونډه کې د اسلامي هېوادونو د استازو سره د ملګرو ملتونو، امریکا، چين، يورپي يونين او جاپان استازو هم ګډون کړی وو.

د غونډې د کوربه پاکستان وزيراعظم عمران خان غونډې ته په وېنا کې ويلي وو، که په افغانستان کې د بدو حالاتو مخنيوی ونه شو، نو ګډوډی به رامنځته شي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي هم ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG