لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زيارت: په سنځاوۍ کې د غلا مالومولو دپاره دوه کسان په سکروټو تېر کړل شوي


د پاکستان د بلوچستان صوبې په سنځاوۍ سيمه کې د غلا مالومو دپاره دوه کسان په سکروټو تېر کړی شوي دي. چارواکي وايي د پېښې پلټنې کوي.

د دغه پېښې ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې، پکې دوه کسان لیدل کيږي چې د سکروټو دپاسه لڅې يا يبله پېښې تېرول کيږي.

د سنځاوۍ ځايي خلک او چارواکي تاييدوي چې دا پېښه څو ورځې وړاندې شوې ده.

د بلوچستان د زیارت ضلعې د سنځاوۍ تحصيل مرستیال کمشنر حسن انور وي او اې ډیوه سره په خبرو کې دا پېښه تاييد کړه، او وې يې ويل د کمشنر په امر د دغه پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي، چې اصل علت يې مالوم شي.

هغه وويل د پېښې پلټنيز رپورټ لا نه دی ترلاسه شوی چې رپورټ مخې ته راشي د هغې وروسته به پرې نور څه ويلی شي.

د سنځاوۍ يو ځايي مشر سر عبېدالله دومړ وي او اې ډيوه سره د پېښې په اړه وویل، دا په سنځاوۍ کې لومړۍ پېښه ده، له دې وړاندې کله د غل مالومولو يا غل نه د سپيناوي غوښتو دپاره دغه ډول عمل نه دی شوی.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د يو تن (صابر خان) چې ټرېکټر يې ورک شوی د ټرېکټر مالک بيا خپل ډرايور رانيولی، هغه يې وهلی ټکولی او بيا يې ترې سپيناوی غوښتی او په اوور د تيرولو فېصله شوې او د غلا مالومولو دپاره دوه کسان په اوور تېر کړی شوي دي.

هغه وويل دغه عمل چې ترسره کېدو، يو ځايي ملا هم ورسره ولاړ وو، هغه ځینې اياتونه ويلي اوبيا دغه کسان په اوور تېر کړی شوي دي.

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، دا غېر شرعي عمل دی، په شريعت کې دا اجازت نشته چې د سپيناوي دپاره دا طريقه وشي، دا د علاقې روايات کېدی شي، پکار ده چې دا روايات ختم شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل بايد د علاقې مشران، ممبر او مهراب له په دې کې کردار ادا کول پکار دي، او مهمه دا ده چې رياست له په دې کې کردار ادا کول پکار دي او د دې خلاف قانون سازي پکار ده څنګه چې د سورې او ونې خلاف قانون سازي شوې ده.

خبريال سيدعلي شاه وايي، دغه رسم، چې د تور د سپيناوي يا غلا مالومولو دپاره د اور دپاسه پکې يو کس يا کسان تېرول کيږي، دې ته چربيلي وايي، او دا د سوونو کلونو راهسې د بلوڅو په علاقو ډېره بګټي، کوهلو، نصير اباد او جعفر اباد کې راروان دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په دغو علاقو کې د رياست عملداري موثره نه ده ځکه دغلته بيا د ډېر وخت راهسې دا رسم يا روايت جوړ شوی دی، چې غلا، قتل يا بل کوم جرم وشي، نو د علاقې خلک را ولاړ شي تورن تن په اور يا انګارو باندې تېروي، تورن تن ته وايي که په اوور نه وسوځېدو، هغه بيا غل نه وي، خو که وسوځېدو هغه بيا غل وي، يا مجرم وګرځول شي.

هغه زیاته کړه دا د پښتنو په سيمه کې کله نه دي شوي، دا لومړی ځل دی چې د پښتنو په سيمه کې دا کار شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG