لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه طالبانو ته د خپلو دفترونو د امنیت لپاره شپږ میلینه ډالر ورکوي، طالبان یې ردوي


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو ادارو د امنیت لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته د شپږ میلیونه ډالرو ورکولو وړاندیز کړی خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.

رایټرز خبري‌ ایجنسۍ د شورو- چارشنبې په ورځ د یوې باخبره سرچینې او تر لاسه شوي سند په اساس ویلي وو چې دغه پیسې راتلونکی کال د ملګرو ملتونو د دفترونو امنیت ساتونکو طالبانو ته د میاشتنۍ تنخا په توګه ورکول کېږي.

د رپوټ له مخې د افغانستان له مخکیني حکومت سره د قرارداد له مخې د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو امنیت ساتونکو ته د خوراک میاشتنی لګښت هم ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق هم رایټرز خبري ایجنسۍ ته د ایمېل په جواب کې ویلي چې ملګري‌ ملتونه د یو کارکوونکي سازمان په توګه دنده لري چې د اړتیا له مخې د کوربه هیواد ظرفیت لوړ کړي.

رایټرز وايي ملګرو ملتونو په داسې مهال د خپلو دفترونو د امنیت لپاره طالبانو ته د پیسو ورکولو وړاندیز کړی چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د امریکې له بندیزونو سره مخ دی.

که څه هم په کابل کې د طالبانو حکومت د رایټرز خبري ایجنسۍ دا رپوټ رد کړی، خو د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د دسمبر پر اتلسمه په افغانستان کې د یوناما له مشرې ډېبورا لاینز سره لیدلي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ملګرو ملتونو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه کوم وړاندیز ورته نه دی کړی:

"په رسنیو کې چې داخله وزارت ته د ملګرو ملتونو له خوا د هغو د اړونده ملکیتونو د ساتنې په مقابل کې د شپږ ملیون ډالرو د وړاندیز او ورکړې خبره کیږي دا حقیقت نه لري".

ګڼ څېړونکي وایي د طالبانو ته د ملګرو ملتونو د پیسو وړاندیز به پوښتنې را پورته کړي چې آیا دا کار خو د طالبانو پر مشرانو د امریکې او ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه نه ده.

په دغو کسانو کې خپله د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني هم شامل دی، چې امریکا پرې بندیز لګولی او د هغه پر سر یې لس میلینه ډالر اعلان کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وایي په افغانستان کې د یوناما بودیجې ته "اوسمهال کتنه کېږي"، خو وایي کارونه یې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره سم روان دي، خو دا یې ونه ویل چې طالبانو ته د پیسو وړاندیز به یې د امریکا له خوا پر طالبانو بندیزونو ته زیان ورسوي که نه.

د یادونې وړ ده چې د اشرف غني په تېر حکومت کې په کابل او ولایتونو کې د بهرنیو انجوګانو او ادارو امنیت تر ډېره د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ادارې سرتېرو ساته.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG