لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان وایي پاکستان کې اوس کرپټو کرنسۍ لپاره حکومتي تګلاره جوړول ضروري شوې


پاکستان کي د ډيجیټل کرنسۍ کار پوهان وایي هيواد کي د کرپټو کرنسۍ شتمنۍ شل بیلينه امريکایي ډالرو ته رسيدلې دي نو بايد اوس د بټ کواین کاروبار دپاره په حکومتې کچه پاليسي جوړه کړی شي.

د ډيجیټل کرنسۍ ماهرين وایي د بلاک چهین کرنسۍ کریپټو مخه نیول ګران دي باید چې حکومتونه هم دغه ټیکنالوجي ته غاړه کيدي او د نړۍ د اقتصاد څخه ګټه پورته کړي

دکارپوهانو په وینا راتلونکی دور د ډيجیټل کرنسۍ دی او دې سره به ځان اموخته کول وي ۔

ماهرین دا هم وایي چې د نړۍ يوشمير هيوادونو کې دې کاروبار ته قانوني شکل ورکړل شوی دی نو پکار ده چې پاکستان کې هم دې دپاره قانوني لاري چاري و لټول شي۔

دفيډريشن اف پاکستان چيمبرز اف کامرس او انډسټري صدر ناصر حيات مګون وایي ګاونډې هيواد هندوستان کي د کرپټو کرنسۍ دپاره ځنې پاليسۍ جوړې کړی شوي دې او د کرپټو کرنسي شتمنۍ يې دوه سوه بیلينه ډالرو ته رسيدلې دي۔

یوې خبري غونډې ته د وینا په مهال دهغه وینا وه‘‘مونږ حکومت ته ويلي دي چي دې لړ کۍ پاليسي او لاري چاري جوړې کړي چې د ډيجیټل کاروبار پيسې دلته نغديږي نه چې بل چرته، په دوبۍ او سنګاپور کې تاسو پيسې نغدولی شئ او لس دولس هيوادونه داسي دي چې هلته دي دپاره قانون جوړ کړی شوی دی‘‘

سږکال د اکتوبر په مياشت کې يوه څيړڼه کې معلومه شوې ده چې پاکستان کې دتير کال پرمهال د کرپټو کرنسۍ په کاروبار کې ډېر زیاتوالی لیدل شوی او سږني کال دانډيکس له مخې د ويتنام او هند وروسته پاکستان په دريم نمبر دی۔

د کرپټو کرنسۍ ماهر سلمان سعيد ډيوه ته وایي ددې نظام له لاري د پيسو انتقال ډېر اسانه شوی دی او په څو دقیقو کې يو تن د نړۍ ديو ګټ نه بل ګت ته پيسې ليږلی شي.

هغه وایي اوس وخت راغلی دی چې د پیسې نظام ډي سنټرلايز کړی شې يعنې واک یې باید ولس ته ورکړل شي۔

‘‘د اکانومې ډي سنټرلایز کول ډير ضروري ؤ نو ځکه دې منځ کې بيټ کواین راوتلي دي او خلک پکې خپله برخه انوسمنټ کوي‘‘

دنوموړي په وینا د هرې يوې نوې ټيکنالوجۍ په شورو کې غلط استعمال کيږي ترڅو چې ريګوليټ نه شي.

‘‘که حکومت دا سوچ کوي چې ددې کاروبار به غلط استعمال وشې نو دا غلطه خبره ده که چيرته قانوني شکل ورته ورکړل شو نو مخه به يې و نيول شي‘‘

سږکال د اکتوبر په مياشت کې د سندهـ صوبې ایالتي محکمې یا هایکورټ په دي خبره زور راوړی ؤ چې مرکزي حکومت دې کرپټو کرنسۍ دپاره تګ لاره و ټاکي.

هایکورټ دغه شان دحکومتي ادارو انفارميشن ټيکنالوجۍ او قانون د وزارتونو ترڅنګ سيکيورټيز ايکسچينج کميشن او مرکزي بينک ته امر کړی چې د دريوؤ مياشتو دننه دې ډيجیټل کرنسۍ دپاره قاعدې جوړې کړي .

بل لوري ته د مرکزي بينک ګورنر رضا باقر وایي سټيټ بینک د ډيجیټل کرنسۍ د امکاناتو څيړڼه کوي۔

د کرپتو کرنسۍ کار پوهه پروفيسر ساجد اقبال وایي د کرپټو کرنسۍ سره به عام ولس خپلواکه شي،د پرمختګ لارې به ورته پرانستل شي او دا چې هر شي کې به خلک د حکومت په تمه نه وي خپل ضرورتونه به په خپله پوره کوي۔

‘‘که مونږ اقتصادي پرمختګ دې ته وايو چې ټولنه ښه شي خلکو سره پيسه راشي،خلکو سره خپلواکي راشي او ژوند يې ښه شي نو اصل کې خو اقتصادي ترقي دې ته وایي، کرپټو کرنسي په اصل کې حکومتونو دپاره هيڅ خطر نه دی، البته توره پيسه سپينول دغه قيصې ممکن دي خو د هغي دپاره خلک نورې طريقې هم کاروي لکه اوسه پورې خو کرپټو کرنسي نه وه خو بيا هم بليک کاروبار کيدو د کاعذ په پيسه او داليکټرانک پیسې د لاري‘‘

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم په دې وروستیو کې یو پریکړه لیک منظور کړی چې پکې مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې چې هیواد کې دې د کرپټو کرنسۍ نظام نافذولو لپاره هڅې پیل کړي.

د کرپټو کرنسۍ یا ډیجیټل کرنسۍ نظام کې د نغدو پیسو یعني نوټونو، د بینک چیک یا کریډټ کارډ او ډیبټ کارډ ضرورت نه وي بلکې د سافټ ویر په ذریعه کمپیوټر یا موبایل فون کې د پیسو قدر محفوظ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG