لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مېډیا تنظیمونه وایي 2021م کال کې هم په مېډیا پابندۍ وې او پر خبریالانو تشدد شوی


اسلام اباد ـــ د پاکستان موجوده حکومت دعوه کوي چې دلته مېډیا د غربي هیوادنو نه هم زیات آزاده ده او د صحافیانو د حقونو حفاظت ېقیني کولو د پاره یې قانون سازي هم کړې ده خو د صحافیانو مرکزي تنظیمونه وایي حکومت ددې قانون په ذریعه آزاد آوازونه غلي کول غواړي.

عالمي صحافتي تنظیمونو هم څو وارې په پاکستان کې په مېډیا په قدغنونو اندېښنې څرګندې کړې دي او موجوده وزیراعظم عمران خان ته یې «د صحافیانو ښکاري» خطاب ورکړی دی.

ناقدین وایي دا څنګه آزاده مېډیا ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او په ګوادر کې د خپلو حقونو د پاره د احتجاج خبر نه شي نشر کولای.

د نړيوالو رپوټونو تر مخه پاکستان د ډيرې مودې راهیسې د هغو هيوادونو په نوملړ کې شامل دی چې د صحافيانو دپاره خطرناک ګڼل شوي دي.

په پاکستان کې د صحافيانو د مرکزي تنظيم يو غړی شکيل انجم وايي د موجوده تحريک انصاف حکومت له راتلو پس د صحافيانو مشکلات سېوا شوي دي، ځکه چې وایي سمدستي یې د طاقتوره پوځي اسټېبلشمنټ په هغو منصوبو عمل پيل کړ چې په مېډيا د بنديزونو په هکله وې:

"د طاقتور اسټبلشمنټ په وینا په وړومبي پړاو کې زرګونه صحافیان بې روزګاره کړل شول او ددې ګام مقصد هم د ریاست له خوا دا یو واضح پیغام ورکول وو چې څوک د دوی خبره نه مني نو کار به هم بیا نه شي کولای".

شکیل انجم وایي د پاکستان ریاست دلته د چین او سعودي عرب په شان ماډل جوړول غواړي چې څه دوی غواړي یواځې هغه به چاپېږي یا نشرېږي خو وایي د دومره ریاستي ‌فشار پس هم د صحافیانو تنظیمونه به ددې اجازه ور نه کړي چې ریاست آزاد آوازونه غلي کړي.

وړاندي د صحافيانو او وکيلانو مرکزي تنظيمونو «د پاکستان مېډيا ريګولېټري اتهارټي» نومي قانوني موسودې سخت مخالفت کړی وو او په نیزدې ورځو کې حکومت د «جرنلسټ پروټيکشن ايکټ بِل» په نامه يوه قانوني مسوده منظور کړې ده او حکومت وايي د دې قانون له خوا به د صحافيانو تحفظ يقيني کوي.

خو د صحافيانو د حقونو لپاره کارکوونکی آفتاب عالم وايي تش په نامه دا بِل د صحافيانو د تحفظ لپاره جوړ کړی شوی دی خو مقصد يې په صحافيانو فشار زياتول دي. هغه وايي:

"په دې قانون کې داسې خبرې شاملې دي چې په مېډیا د بندیز په حقله دي، لکه همدغه قانون کې د صحافیانو د پاره که چېرې د هغوی خبر غلط ثابت شي نو د سزا تجویز هم دی، نو د صحافیانو د حقونو د پاره قانون کې هم صحافیانو ته سزا ګانې هم وي نو دې نه واضحه ده چې ریاست څه کول غواړي او ددې هر څه مقصد په مېډیا قدغن لګول دي".

د پاکستان د بشري حقونو لپاره مرکزي وزيره ډاکټره شېرين مزاري وايي ددې بِل مقصد چېرې هم صحافيانو ته سزا ورکول او د هغوی په ضد مقدمې جوړول نه دي. وایي دا قانون یې ددې لپاره جوړ کری چې د صحافيانو تحفظ يقيني شي:

"مونږ دا نه وایو چې صحافیانو ته به سزا ورکوو او نه په دې قانون کې دا خبره شامله ده بس دا وایو چې هر څه به له قانون سره سم کیږي او مونږ غواړو د صحافیانو پرضد د تشدد مخه ونیسو او د دې مقصد د پاره مو قانون جوړ کړی".

سږ کال هم په پاکستان کې په صحافيانو د بريدونو لړۍ نه ده ودريدلې. صحافي اسد علي طور وايي چې خپل کور کې ورباندې بريد شوی وو. هغه وایي یواځې سږ کال په صحافیانو د تشدد پینځه پېښې رپورټ شوې دي:

"[د تشدد] دا پېښې له وزیرستان یا لرې پرتې سیمو نه نه بلکې په اسلام آباد، کراچۍ او لاهور غوندې لویو ښارونو کې رپورټ شوې دي او د صحافیانو آواز غلي کول د یو تن نه، دا د ریاست تګلاره ده، مونږ ته نه ده معلومه په پاکستان کې اصل حکمران څوک دي او نه دا طمع ساتو چې دلته د حکومت بدلېدو سره به څه مثبت بدلون راشي".

رپوټونه دا هم وايي چې له کله نه د پاکستان تحريک انصاف حکومت جوړ شوی دی په مېديا قدغنونه زيات شوي دي او په لومړي پړاو کې دلته په زرګونو صحافيان بې روزګاره کړی شول.

د صحافيانو د حقونو لپاره کارکوونکو نړيوالو تنظيمونو پخپلو رپوټونو کې وزيراعظم عمران خان ته «د صحافيانو ښکاري» خطاب ورکړی دی خو د پاکستان تحريک انصاف حکومت وايي چي دلته مېډيا آزاده ده او په مېديا د بنديزونو خبره هغه خلک کوي چې د بهر هېوادونو په ايجنډه د پاکستان خلاف کار کوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG