د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په يو وسله وال بريد کې دوه امنیتي سرتيري وژل شوي دي، پوځ ويلي ترهګرو په کېچ ضلع کې په امنیتي سرتیرو بريد کړی دی.
د پاکستان پوځ نن د جمعې په ورځ 24 ستمبر ويلي، ترهګرو د بلوچستان صوبې په کېچ ضلع کې د امنیتي ځواکونو په چيک پوسته بريد کړی دی.
ويل شوي د ترهګرو سره په نښته کې لانس نايک منظر عباس چې تعلق يې د خوشاب سره دی، او سپاهي عبدالفتح چې تعلق يې د خضدار سره دی وژل شوي دي.
په سمدستي ډول د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.
پوځ ویلي، د پېښې وروسته د ترهګرو د لټون دپاره عمليات پېل کړی شوي دي.
پوځ ویلي، امنيتي ځواکونه د دښمن کړنو ته د ماتې ورکولو دپاره ژمن دی، څوک چې د بلوچستان صوبې امن، ثبات او پرمختګ اغېزمنوي.
په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت دغه ډول د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي.
لس ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي وو، د ايران سره په پوله په ابدويي سېکټر باندې د ترهګرو په بريد کې يو لانس نايک ظهيراحمد وژل شوی وو.
له دغې وړاندې د نومبر په مياشت کې هم په بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي وو.
په 24 نومبر د بلوچستان په تمپ سيمه کې په يوه پوسته بريد کې دوه امنيتي سرتيري وژل شوي وو.
له دغې وړاندې د نومبر په نيمايۍ کې د بلوچستان په هوشاب سیمه کې د ترهګرو پرضد عملياتو کې دوه نور سرتيري وژل شوي وو.
په دغه ډول بريدونو کې د زياترو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې قبلوي او په وروستیو کې د ځینو بريدونو زمه واريۍ داعش ډلې هم منلي دي.