لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلدیاتي ټاکنو کې دجی یو ایي کامیابي راتلونکي کې څه نتیجې لرلی شي؟


د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن وایي تراوسه د دوئ سره د راجمع شوؤ نتيجو ترمخه په بلدياتي ټاکنو کې جمعیت علماء اسلام ګوند په وړاندې روان دی او تر ټولو زيات د تحصيل کونسلونو سیټونه یې ګټلي دي.

دجمعیت علماء اسلام نه وروسته دغو ټاکنو کې په دويم نمبر تحريک انصاف، دريم عوامي نېشنل ګوند او په څلورم ازاد کاندیدان شامل دي۔

څيړونکي وایي د مذهبي سخت دریځه ګوند په ټاکنو کې بريا په سيمه کې سخت دريځي زياتولب شي او دا مشاهده دوئ وړاندې په کال ۲۰۰۲ کې هم کړې ده.

د خېبر پښتونخوا دالیکشن کمېشن چارواکي وایي تراوسه دڅلور څلويښتو تحصيل کونسلو نتېجې راغلي دي ۔

په ترلاسه شوؤ ننیجو کې شپاړس د جميعت علماء اسلام ګوند، لس مرکز اؤ صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف، شپږ دعوامي نېشنل ګوند، درې دپاکستان مسلم ليګ (ن) يو ،يو دپاکستان پیپلز پارټۍ او تحريک اصلاحات او اووه ازاد تحصيل کونسلران بریالي شوي دي۔

څيړونکی او خبريال شاه رضا شاه وایي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو او په پنجاب کې د تحریک لبیک په شان سخت دریځه تنظيمونو سره د معاهدو له امله په پښتونخوا کې هم سخت دريځه فکر لرونکي ګوندونه زړور شوي، په جوماتونو، مدرسو او جنازو کې يې خپل کمپېنونه چلولي او ددې اثرات به په راتلونکي کې د لا نورې زياتې سخت ددریځۍ په شکل کې ښکاره کيږي۔

څيړونکې وایي په ديني مدرسو کې اکثره د ديوبندي مکتب مفکوره لرونکې مدرسې د جميعت علما اسلام ملاتړي دي او دغو مدرسو کي سبق ويونکي زياتره يا خو افغان طالبانو کې ګډون کوي او يا پاکستاني طالبانو سره اړېکي لري۔

څيړونکې او خبريال عبدالله مومند وایي جميعت علما اسلام په ملک کې د ایين خبره کوي او وسله والو ډلو سره نيغ په نېغه کومې اړيکي نه لري خو په افغانستان کې د طالبانو واک کې د راتلو روسته اوس ښکاري چې په اسټېبلشمنټ دتنقيد کولو باوجود هم دې ګوند ته لار هواريږي او د دوئ ضرورت به پاکستاني اسټېبلشمنټ ته په د صوبایي او قامي اسمبلۍ ټاکنو کې هم وي۔

څو ورځې وړاندې د جميعت علماء اسلام د خپل ګوند مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويلي ؤ زمونږ د علماؤ جامه ده. ددين او د مسلمان امت خبره کوؤ او پاکستان کې د ائين د روح مطابق د قران و سنت د نظام خبره کوو .

هغه دخپل ګوند په کامیابۍ ویلي وؤ "ځني خلک وایي چې که دوئ مخکې راغلل نو امريکا او مغربي دنيا به څه سوچ کوي خو امريکا چې په افغانستان کې طالبانو سره سوله وکړه نو مونږ به ورته ولې نا قابل قبول یو لحاظه داسې سوچ اوس ختميدل پکار دي"

پاکستان کې په ټاکنو د څار دغېر دولتي ادارې فافېن دشمېرو ترمخه د خېبرپښتونخوا 34 ضلعوکې په 19 باندې بلدياتي ټاکنې ترسره شوې چې په کې يو کروړ او 26 لکه نه زياتو ووټرانو خپله رايې ورکړې ده۔

دفافين رپورټ زياتوي د اعلان شوؤ نتيجو ترمخه، په 20 تحصيلونو کې د ښځو د رایې اچولو شرحه 16 اشاريه 69 ٖفيصده او دسړو شرحه 26اشاريه 96 فيصده ريکارډ شوې ده۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG