لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سینیټر رباني:دطالبانو لخوا پولې نه دازغن تار لرې کولو په اړه دې پارلیمان ته معلومات ورکړل شي


د پاکستان سینیټ کې د حکومت مخالف پیپلز ګوند مشر او دسینیټ پخواني چئیرمین رضا ریانې دبهرنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې چې د افغان طالبانو له اړخه ازغن تار لیرې کولو په اړه دې پارلیمان سره معلومات شریک کړي-

دطالبانو دحکومت ددفاع د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په ورستیو کې ویلې وؤ چې طالب ځواکونو دتیر اتوار په ورځ پاکستاني ځواکونه د ختیز ولایت ننګرهار سره د ډیورنډ‌ په کرښه د ازغن تار لګولو څخه منعې کړي دي-

رضا ربانې ویلي پاکستان د افغان طالبانو مرسته کوي خو څوک دې خبرې ته تیار نه دي چې پر دې خبره وکړی شي چې افغانستان کې د طالبانو په اړه د پاکستان تګ لاره سمه ده او که نه؟

سینیټ کې د تحریک طالبان پاکستان سره د ‌‌ډزبندۍ په اړه رضا رباني ویلي ریاست ته یه دا خبره د پارلیمان سره شریکول وي چې په کومو شرطونو د ‌ډزبندې خبره کیږي؟

هغه زیاته کړې ناقانونه ډله ټي ټي پي په افغانستان کې بیرته فعاله کیږي چې له امله یې په پاکستان کې هم ترهګري زیاتیدی شي-

مشر جرنالسټ او د نړیوالو چارو پوهه زاهد حسین وایي، کومې ترهګرې ډلې چې خپل فکر د وسلې په زور پر خلکو منل غواړې او حکومت د دوئ سره بغیر د څه شرطونو خبرې کوي نو دا څرګندوې چې حکومت د ترهګرۍ په ضد خپله بیانیه خپله رد کړې ده چې یوه ډیره خطرناکه خبره ده-

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت راتلو سره تحریک طالبان پاکستان ډله مضبوطه شوې ده ولې چې د دوئ فکر یو دی او په داسې حال کې به افغان طالبان هم غواړي چې خپلې خبرې د پاکستان په حکومت ومني.

دپاکستان حکومت او کالعدم تحریک طالبان پاکستان تر منځ تیره میاشت خبرې شوې وې چې پخلی یې د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري هم کړی ؤ خو په دې اړه معلومات د ولس سره نه وؤ شریک کړی شوي .

خو وروسته د ټي ټي پي له اړخه خپور شوې بیان کې دشپږو ټکو دلوظنامې تفصیلات مخې ته راوړل شوي وؤ چې پکې ویل شوي وؤ چې د روان کال د اکتوبر په ۲۶مه نیټه د اسلامي امارات افغانستان په مرسته د پاکستان حکومت سره خبرې شوې وې-

بیان کې ویل شوي وؤ چې دواړه اړخونه د نومبر د لومړې نیټې څخه تر دیرشمې نیټې په ‌‌ډزبندۍ سلاح شوي دي اؤ د حکومت له اړخه د۱۰۲طالب بندیانو دخوشې کولو او دغه بندیان د افغان طالبانو د لارې تحریک طالبان پاکستان ته دسپارلو پریکړه شوې وه-

پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه دتحریک طالبان سره دلوطنامې پسر پر حکومت سختې نیوکې کوي او غوښتنه کوي چې دترهګرۍ په ضد په جوړ کړل شوي نیشنل ایکشن پلان باید د پارلیمان دننه یو ځل بیا بحث وکړی شي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG