لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنګلدېش کې د بېړۍ اور کې ۳۷ کسان مړه شوي


واشنګټن – په بنګلدېش کې د جمعې په ورځ له مسافرو په یوې ډکې بېړۍ کې اور لګېدلی، لږ تر لږه ۳۷ کسان پکې مړه شوي دي.

د فرانسې خبري رسنۍ یا اې اېف پي راپور ورکړی، چې تر اوسه د ماشومانو په ګډون د کښتۍ زیات مسافر لادرکه دي.

د سمندري بیړۍ دغه وېرونکې پېښه سهار وختي هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې په دې درې پوړېزې بېړۍ کې مسافر په خواږه خوب ویده وو.

د ژغورنې کارکونکي په داسې حال کې چې له بیړۍ څخه د اور لمبې پورته کېدې په کښتۍ ورننوتل تر څو خلک وژغوري او د اور له مړ کېدو سره یې له هغې خوا له ځانونو سره په پلاستیکي بوریو کې مړي راوویستل.

د بنګلدیش پلازمېنې ډاکې څخه ۲۵۰ کیلومټره جنوب ته جلکاتې ته نېږدې محمد رسول چې د سوځېدلې کښتۍ څنګ ته د سیند غاړې ته ولاړ و وویل، "ما شېبه وړاندې د خواښې مړی وموند. هغې له کښتۍ څخه اوبو ته ځآن وغورځاوه خو هلته په اوبو کې ډوبه شوه. زه نه پوهېږم چې زما په ښځې او ماشومانو څه شوي."

هغه اې اف پي ته وړاندې وویل، "ما روغتون وکاته. زما مېرمن او ماشومان هلته نه وو.‌ زه هیله لرم چې اوبو ته په خېز وهلو به ژوندي‌ پاتې شوي وي. خدای دې وساتي."

۴۸ کلن محمد اسمعیل وویل،‌ چې هغه خپله مور له کښتۍ څخه د سیند یخو اوبو ته وغورځوله او بیا یې د سیند تر غاړې راکاږله خو کله چې د کب نیونکو په کښتۍ کې بېرته سوځېدلې بیړۍ ته ورسېده نو خپله ښځه او لور یې و نه لیدل."

هغه په ټیلیفون باندې اې اف پي ته وویل، "ما یو کس ولیده چې په لمبو کې سوځېده." ده زیاته کړه،‌ "زما بله لور هغه مهال ژغورل شوې چې بل چا سیند ته غورځولې ده."

له پېښې یوې ژوندۍ پاتې شوې مېرمنې وویل، "زما پلار، ما، زما شپږ میاشتني وراره او زما خور په سفر کې یو ځای وو. کله چې اور ولګېده، نو ما ماشوم یو سړي ته ورکړ. هغه کوښښ‌ کاوه چې ماشوم وژغوري، خو اوس یې مونږ نشو پیدا کولای."

عیني شاهدان وايي، اور لومړی د انجن په ځای کې بل شو او بیا خپور شو. دغه بیړنۍ د زیارت یا پنجشنبې ناوخته له ډاکې څخه حرکت پیل کړی وو.

یادې بیړۍ د ۴۲۰ مسافرو د وړلو جواز درلود خو له پېښې ژوندي راوتلي خلک وايي چې له حده زیاته ډکه وه.

یو چارواکی اټکل کوي چې په دې کښتۍ کې کله چې یې له ډاکې څخه حرک کاوه نو تر ۷۰۰ مسافرو پورې پکې سپاره وو.

XS
SM
MD
LG