د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړی چې يو پاکستاني چارواکي د نوم ښکاره نه کولو په سر خبريالانو ته ويلي چې په وروستيو کې د افغانستان سره د ډېورنډ په پوله کومه شخړه رامنځته شوې وه هغه د طالبانو سره هواره کړی شوې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ په پوله د شخړې د هواري خبر د پاکستان ډان او ټریبيون ورځپاڼو خپور کړی دی. خو په خبر کې د چارواکي نوم نه دی ویل شوی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د شخړې د هواري په اړه د دې خبر د خپرېدو پورې کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.
دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په 20 دسمبر په ټولنيزو رسنیو داسې ویډيوګانې خپرې شوې وې ، چې پکې طالبان ليدل کيږي د پاکستاني ځواکونو سره د لرې نه خبرې کوي او د سیمو ازغن تار ورسره هم ليدل کيږي.
د افغانستان مطبوعاتو خبر ورکړی وو چې د طالبانو د ننګرهار صوبې استخباراتي مشر سره د عملې په پوله پرتې د لال پورې ضلعې ته تللی او د پاکستاني ځواکونو لخوا په پوله لګول شوی او کارېدونکی د سيمو ازغن تار يې راټول کړی او کار يې ودرلی دی.
افغان خبريالانو هم په دغه اړوند په ټويټر د طالبانو ويډيوګانې خپرې کړې وې.
په عېن حال کې پرون د جمعې په ورځ (24 دسمبر) د پاکستان په سېنېټ کې د حکومت مخالفه پیپلز ګوند مشر او د سېنېټ پخواني چیرمېن رضا ریاني د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې چې د افغان طالبانو له اړخه د ازغن تار لرې کولو په اړه دې د پارلیمان سره مالومات شریک کړي.
د طالبانو د حکومت د دفاع د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په ورستیو کې ویلي وو چې طالب ځواکونو د تیر اتوار په ورځ پاکستاني ځواکونه د ختیځ ولایت ننګرهار سره د ډیورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو څخه منع کړي دي.
د ډان د خبر ترمخه پاکستاني چارواکي ويلي، چې په راتلونکې کې به په پوله د ازغن تار لګولو په اړه د ګډ تړون لاندې مسلې هوارولی شي.
چارواکي ويلي، د طالبانو د دفاع وزیر ملا يعقوب د پولې سفر کړی او شخړه په خاموشۍ سره هواره کړی شوې ده.
پاکستان د 2016 کال راهسې افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه چې نزدې 2600 کلوميټره اوږدوالی لري ازغن تار لګول پېل کړي وو.
پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني خو افغانستان يې په رسميت نه مني.
په کال 2017 کې هغه وخت افغان ولسمشر اشرف غني د ډېورنډ د کرښې د نوم اخیستو پرته ويلي وو،" څوک چې فکر کوي په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د روان کال جون په مياشت کې ويلي وو د افغانستان سره په پوله د سیمو د ازغن تار لګولو کار 88 فيصده پوره شوی دی.
پاکستان تل دريځ خپل کړی چې د افغانستان سره په پوله د وسله والو تندلارو، قاچاقبرو او غېر قانوني تګ راتګ د مخې نيولو دپاره د سيموازغن تار لګوي او چيک پوستې جوړوي.