لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:دپیپلز ګوند سیمه ییز مشر نجیب محسود نامعلومو کسانو وژلی


دجنوبي وزیرستان لپاره دپاکستان پیپلز ګوند عمومي سکتر نجیب الله محسود د خالي په ورځ دجنوبي وزیرستان په سره روغه سیمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین اؤ دسیمې نورو سیاسي فعالینو دهغه وژنه په کلکو ټکو غندلې اؤ وایي پښتانه به دنجیب الله په وینو غلي نه پاتې کیږي اؤ نه به دا ظلم هیر کړي.

ویل کیږي نجیب الله محسود په تیرو عامو ټولټاکنو کې دصوبایي اسمبلۍ په چوکۍ انتخاباتو کې برخه هم اخستې وه اؤ ددې ترڅنګ دپښتون ژغورنې غورځنګ په فعالیتونو کې یې مهم رول لوبولو.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي نجیب الله محسود نن په سره وغه سیمه کې دنامعولو کسانو په ډزو ویشتل شوی اؤ وژل شوی دی.

ځایي پولیسو دا پېښه تاید کړې اؤ وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي خو تراوسه یې د وژنې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

دنجیب الله محسود پلار حبیب وي او ای ډیوه ته ویلي دوئ دچا سره هیڅ رقم دښمني نه لري اؤ نه پوهیږي چې زوئ یې چا اؤ ولې وژلی دی.

په ټولنیزو رسنیو د نحیب الله محسود د وژنې کلکه غندنه روانه ده اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ټویټر لیکلي چې شل کاله کیږي چې دلته دترهګرۍ ضد جګړې په نوم جنګ روان دی اؤ په دې جګړه کې په زرګونو پښتانه ووژلی شول خو دپښتنو په سیمه لا جنګ روان دی اؤ د وطن وګړي اوښکې توئیوي.

هغه ویلي دنجیب په وینو به غلي نه پاتې کیږي اؤ نه به پښتون ولس دا ظلم هیر کړي

دشاه خالد په نوم ټولنیز فعال بیا په ټویټر دملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې ده چې پښتونخوا ته باید دامن پوځ ور ولیږي ځکه چې پاکستان دلته د امن په ټینګښت کې نام شوی دی

دشمالي وزیرستان څخه خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر دنجیب محسود وژنه غندلې په ټویټر یې دې ته دیوې هدفي وژنې نوم ورکړی دی

په دې وروستیو کې دشمالي اؤ جنوبي وزیرستان په ګډون نورو قبایلي ضلعو کې هم بریدونو اؤ هدفي وژنو پېښې سیوا شوي اؤ د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوتهـ اف وزیرستان په نوم غیر دولتي تنظیم د شمیرو تر مخه سږ کال دنومبر دمیاشتې پورې یوازې نزدي 60 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي.

د هدفي وژنو پرضد یوتهـ اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو د تیر اکتوبر میاشتې په 24م میر علي کې تحریک مشر د نور اسلام داوړ د وژنې د پېښې پرضد احتجاجي ولسي غونډه کړې وه.

دغه غونډه کې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړو کسانو مالومولو او هغوی ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنې شوې وې چې چارواکو یې دمنلو باور ورکړی ؤ خو دسیمې مشران نیوکې کوي چې تراوسه دناامنۍ ددې پیښو مخه ونه نیول شوه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG