لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اومیکران وایرس اسلام اباد ته هم ورسېد: نړۍ کې یې شاوخوا 4000 پروازونه ځنډولي


واشنګټن ـــ د نړۍ په نورو هېوادونو خصوصاً په یورپ او امریکا کې هم اومیکرون وایرس په ډېرې تېزۍ خپرېږي چې له کبله یې د کرسمس د رخصتۍ په مهال شاوخوا څلور زره پروازونه منسوخ کړل شوي دي.

د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې د کورونا وایرس نوې بڼه اومیکران اخر پاکستان ته هم ورسېد او تر دې مهاله په دې هېواد کې درو کسانو ته دا وایرس ور پورې شوی دی.

د پایتخت اسلام اباد د روغتیا افسر ضعیم ضیاء پرون ومنله چې یو 47 کلن تن په دې ناروغۍ اخته شوی دی. وایي دغه کس په اسلام اباد کې کار کوي خو په وروستیو ورځو کې یې په کار پسې کراچۍ ته سفر کړی وو.

د روغتیا افسر وایي هغه لس کسان یې معلوم کړي چې له دې کس سره په نیژدې ورځو کې نیژدې پاته شوي او هغوی یې هم ټول ګوښه یا کورنټین کړي دي. د ضعیم ضیاء په وینا:

"د اومیکرون وایرس خطرونو ته په پام سره زموږ روغتیایي کارکوونکي د دې د خپرېدو د مخنیوي لپاره هغسې تیار دي څنګه چې د کورونا وایرس د تېرې څپې په مهال تیار وو".

د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ په بلوچستان صوبه کې هم د اومیکرون کورونا وایرس دوولس مشکوک پېښې رپوټ شوې وې، چې نمونې یې د اسلام اباد د روغتیا مرکزي ادارې ته لېږل شوې دي خو دا لا نه ده څرګنده چې دغو کسانو ته ور پورې شوی وایرس ریښتیا هم اومیکرون دی که نه.

په پاکستان کې د کورونا اومیکرون بڼې لومړۍ مشکوک پېښه د دسمبر پر اتمه رپوت شوه، چې تر کتنې وروسته د د کراچۍ آغا خان روغتون د دسمبر پر دیارلسمه تایید کړه.

اغا خان روغتون په بیان کې ویلي وو چې په اومیکرون وایرس اخته دغه تن اوس پخپل کور کې دی او ښه شوی دی، وایي تر اوسه بل هیڅ داسې ناروغ نه لري چې اومیکرون وایرس دې ور پورې وي.

د دسمبر پر اتلسمه هم د پاکستان د روغتیا ادارې ډان ورځپاڼې ته ویلي وو، چې په کراچۍ کې یو بل 35 کلن تن ته هم اومیکران وایرس ور پورې شوی چې وایي هغه د دسمبر پر اتمه له برتانیې څخه دې ښار ته تللی وو.

پاکستان په جنوبي افریقا او هانګ کانګ کې د کورونا وایرس د اومیکران بڼې له خپرېدو سره سمدستي د نومبر پر 27مه لا له اوو هېوادونو څخه د خلکو پر ورتګ بشپړ بندیز اعلان کړی وو، خو بیا یې وروسته پر نهو نورو هېوادونو هم سفري بندیز ولګاوه.

په دغو هېوادونو کې جنوبي افریقا، موزمبیق، نمیبیا، هانګ کانګ، کروشیا، هنګري، هالېنډ، یوکراین، ایرلېنډ، سلوانیا، ویتنام، پولېنډ، زمبابوې او درې نور هېوادونه شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ډېلټا غوندې د کورونا د اومیکران وایرس بڼه هم د ډېر ژر خپرېدو وړ بللې ده.

په یورپ او امریکا کې له اومیکرون وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر په ډېرې تېزۍ سره زیاتېږي، چې له کبله یې د عیسویانو د مذهبي رسم کرسمس په مهال خلک له سفري او ټولنیزو بندیزونو سره مخ دي.

د نړیوالو الوتنو د معلوماتي وېبپاڼې «فلایټ اوېر» په رپوټ کې ویل شوي په نړۍ کې په تېرو دوو ورځو کې د نیژدې څلور زره پروازونو څلورمه برخه منسوخ شوي دي.

هوایي کمپنیو د پروازونو د ځنډېدو سبب د الوتکو د هغو کارکوونکو کموالی بللی چې روغ او د سفر کولو وړ وي.

رپوټ وایي د جمعې په ورځ په ټوله نړۍ کې 2400 پروازونه ځنډېدلي او پرون د شنبې- خالي په ورځ 2300 پروازونه منسوخ شوي دي، یواځې پرون- چې د دسمبر ۲۵مه د کرسمس ورځ وه- له امریکې تلونکي او ورتلونکي 880 پروازونه ځنډېدلي دي.

د کورونا وایرس اومیکرون بڼه د نومبر پر 24مه په جنوبي افریقا کې پیدا شوه خو په یوه میاشت کې د نړۍ 108هېوادونو ته خپره شوه، چې د رپوټونو له مخې تر اوسه یو لک 51 زره 368 کسانو ته ور پورې شوې او 26 کسان یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG