لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چودري: په افغانستان کې د طالبانو لخوا په ښځو د بندېز نظريه د پاکستان دپاره خطره ده


د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري وايي، په افغانستان کې د طالبانو لخوا رجعت پسنده يا د شاته تګ نظريه چې ښځې او جينکۍ سکول ته نه شي تلی، يواځې سفر نه شي، دا نظريه يا سوچ د پاکستان دپاره خطره ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دا خبره په داسې حال کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (27دسمبر) په سلام اباد کې يوې دستورې ته په وېنا کې وکړه چې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ طالبانو په افغانستان کې د ښځو په يواځې سفر بندېز لګولی دی.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اتوار/ يکشنبې په ورځ (26دسمبر) ويلي، ډرايوران دې هغه ښځې چې د 72 کلوميټره يا د هغې نه لرې سفر کوي او محرم يا نزدې خپل څوک يې ورسره نه وي، هغه دې په ګاډی کې نه وړي.

طالبانو د ټېکسي ډرايوران د دې هم پابند کړي يواځې هغه ښځه دې په ګاډي کې وړي چې اسلامي حجاب يا پرده يې کړې وي.

د طالبانو د ياد وزارت وياند صادق عاکف مهاجر وي او اې سره په خبرو کې د دغو بندېزونو دفاع کړې او ويلي يې دي، دا اسلامي يا شرعي قانون دی.

د طالبانو په بندېزونو کې ډرايورانو ته دا هم ويل شوي چې ږيره به يې ساتلي وي، لمانځه ته به دمه کوي، او په ګاډي کې به د موسقۍ يا سندرو څخه ډډه کوي.

فواد چودري وویل، د پاکستان کيڼ او ښې اړخ ته دوه تندروه رژيم مخې ته راغلي دي، يو لور ته افغانستان دی چرته چې طالبان راغلي دي.

هغه وويل، "مونږ د افغانستان د خلکو پوره مرستې کول غواړو، څنګه چې هلته وويل شو چې ښځې يواځې سفر نه شي کولی، سکول او کالج ته نه شي تلی، داسې قسمه رجعت پسنده سوچ د پاکستان دپاره خطره ده".

هغه د هند د نوم اخستو پرته وویل، "دې اړخ ته يو هندو تندروه راولاړيږي، نو د پاکستان د رياست چې تر ټولو غټه جګړه ده، هغه چې دا دوه تندروه سوچونه دي، چې يو متشدده او انتهاپسندانه سوچونه دي، د دې دواړو سره چې کومه جګړه ده دا د پاکستان اصل جګړه ده، او پاکستان ته به دا کول وي".

نوموړي زیاته کړه قايداعظم ويلي، په پاکستان کې لږکۍ ازادې دي او د رياست به هيڅ کار نه وي چې د خلکو په مذهبي اقدارو کې لاسوهنه وکړي. او قايداعظم د پاکستان د مذهبي رياست جوړولو سوچ نه وو کړی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG