لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:اقتصادي پیاوړتیا لپاره به پاکستان ته عسکري څانګه کې غیر ترقیاتي لګښتونه کمول وي


د اقتصادي چارو کارپوهانو د پاکستان دحکومت لخوا د هېواد د لمړۍ سلامتي تګلارې هرکلی کړی چې پکې د جيو سټراټيجکي ضرورتونو په پرتله جيو اقتصاد ته لومړيتوب ورکړی شوی دی.

دوئ وايي که حکومت په رښتیا پیاوړی اقتصاد دخلکو د تحفظ لپاره غوره لاره ګڼي نو ورله به په عسکري څانګه غېر ترقياتي لګښتونه راکمول او دخلکو په پېداوارى توان زياتولو مصرف کول وي.

د پاکستان حکومت تيره ورځ د هېواد لمړۍ د قامي سلامتيا تګلاره اعلان کړې ده چې دا به د مرکزى کابينې لخوا د منظورۍ وروسته پارلیمان ته وړاندې کولی شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي دنهې په ورځ شوې د مرکزى کابينې په غونډه کې ددغه تګلارې منظوري ورکړی شوې ده.

که څه هم دقامي سلامتيا ددې تګلارې خدوخال لا نه دي واضحه کړی شوي خو د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري وايي په دې تګلاره کې د هېواد اقتصاد ته لومړيتوب ورکړی شوی او دا عام تن د مفاداتو نه چورلي.

دا تګلاره چې اقتصاد یې د سر نکته ښودل کیږي څنګه عملي کېږي او ددې د عملي کولو لپاره څه بنيادي ګامونه پورته کول پکار دي؟ په دې هکله نامتو اقتصاد پوهه قېصر بنګالي وايي لمړۍ خو به دا کتل وي چې دا تګلاره څوک عملي کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل که په دې تګلاره عمل کول د هغو خلکو په لاسونو کې وي څوک چې د پوځ، سرمایه دارو، جاګیردارو او بهرنيو طاقتونو د مفاداتو تحفظ کوي نو بیا به په دې عمل کېدل ګران وي.

هغه وايي د پاکستان د معاشى تحفظ لپاره به تر ټولو مهم ګام دا وى چې حکومت خپل غېر پرمختیایي لګښتونه راکم کړي. ځکه چې ددې لویه برخه ددفاع په څانګه خرڅ کېږي.

دنوموړي په وینا هېواد اقتصاد ته تر ټولو لويې ګواښ دبجټ خساره ده او دا خساره د غېر ترقياتي لګښتونه له کبله راځي.

دپاکستان وزيراعظم عمران خان هم تيره ورځ د قامي سلامتيا د کمېټې غونډې ته ویلي وؤ چې د هېواد تحفظ د اولس د تحفظ سره تړلی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي دا تګلاره راوړل غوره ګام دی، دې سره حکومت د سلامتیا او تحفظ تصور غځولی دی.

هغه وایي اصل تحفظ د خلکو پکار دی.

حفيظ پاشا وايي مالي سرچينې زياتول اړين شوي دي ځکه چې پیاوړی اقتصاد دامنیت ضمانت دې او که د هېواد اقتصاد کمزوری وي نو بیا نه خو د خلکو تحفظ کېدای شي او نه په خپله د پوځ تحفظ باوري کېدای شي.

ښاغلی قېصر بنګالي وايي ځوانان د هېواد د ټولې ابادۍ 63 سلنه برخه ده، که حکومت اقتصاد مضبوطول غواړي نو د ځوان کول په پېدا واري توان سېوا کولو به ورله پېسې لګول وي او هم داسې معشيت هم پياوړی کېدی شي چې خلک روزګار ولري.

هغه وايي کار روزګار پېدا کول لمړۍ ترجيح ده او دا هغه وخت ممکن کېدی شي چې رياست په اقتصادي ځاندره کې پانګونه وکړي، صنعتونه ولګوى او دا هر څه په غېر ترقياتي لګښتونو کې د کمى راوستلو سره تړاو لري.

هم دا راز اقتصاد پوهه حفيظ پاشا وايي دتېرو څو کلونو راهیسې د هېواد اقتصاد خراب دی او ګرانۍ د خلکو معاشي او خوراکي تحفظ د ګواښ سره مخامخ کړی دی. د هېواد زرعي پېداوار کم شوی او حکومت غذايي شيان د بهر نه درامد کوي.

دی وايي 70 لکه خلک بې روزګاره دي چې پکې لويې شمېر د ځوانانو دی.

دښاغلي پاشا په وینا دغه ځوان کول د سلامتیا په لحاظ سره غټ ارزښت لري. که دوئ مجبوره شول نو دوه کارونه به کوي، یا خو به د جرمونو اړخ ته ځي او یا به د ترهګرۍ او تندلاريتوب خوا ته ځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG