په پاکستان کې د صحت قامي ادارې (اېن ايي اېچ) ويلي په ملک کې تراوسه پورې د کرونا وايرس اومېکرون ډول 75 پېښې مخې ته راغلي دي، ډاکټران وايي خلک دې ويکسين ولګوي ځان او نور دې بچ کړي.
د پاکستان قامي ادارې ویلي، د صحت نړيوالې ادارې چې په 26 نومبر 2021 د کرونا وايرس اومېکرون ډول پېژندلی، په پاکستان کې قامي او صوبايي ادارو په کلکه څارنه پېل کړې ده.
ویل شوي په پاکستان کې د کرونا اومېکرون ډول لومړۍ پېښه په 13 دسمبر په کراچۍ کې مخې ته راغلې وه، او اېن ايي اېچ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (28دسمبر) ويلي، تراوسه پورې په ملک کې د کرونا وايرس اومېکرون ډول 75 پېښې مخې ته راغلي دي.
د اېن ايي اېچ ترمخه تراوسه پورې د اومېکرون 33 پېښې په کراچۍ، 17 په اسلام اباد کې او 13 په لاهور کې مخې ته راغلي دي، ويل شوي په دې پېښو کې 12 کېسونه هغه دي چې دغو کسانو نړیوال سفرونه کړي وو.
قامي ادارې ویلي، ويکسين او احتياطي تدابير د کرونا ضد روان دي او دا د کرونا د بدلېدونکي وايرس پرضد غوره ځان ساتنه ده. ویل شوي د حکومت له طرفه منظور شوي ټول ویکسين په ملک کې موجود دي او دا موثره دي خلک د روغتون تلو او سخت حالت ته د تلو څخه بچ کولی شي.
حکومت په خلکو غږ کړی چې د ويکسين دواړه ډوزه ولګوي او ورسره چې څوک د بوسټر ډوز قابل وي، هغوی بوسټر ډوز ولګوي.
په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحاديې عمومي سېکتر ډاکټر قېصر سجاد وايي، په اومېکرون څيړنه روانه ده، دا اومېکرون ډول دومره خطرناک نه دی چې چا ويکسين لګولي په هغو کې د دې ډول ډېر اثرات يا علامات نه ښکاري، او ډېر زور هم نه ورکوي خو که چا ويکسين نه وي لګولي، په هغو يې اثرات بيا ډېر وي او د هغو دپاره خطرناک هم کېدی شي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، په پاکستان کې د کرونا حالات اوس ډېر خراب نه دي خو په راتلونکو دوه درېو اوونيو کې حالات خرابېدی شي، پکار ده چې د کرونا وايرس ډېلټا او اومېکرون ډول د مخنيوي دپاره احتیاط وشي او په ځانګړي ډول د ډېلټا وايرس خورېدو خطره سېوا ده.
هغه وویل خلکو احتياط کول پکار دي، چې د ګڼې ګوڼې او يو بل سره مېلاوېدو نه ډډه وکړي، او د دې دپاره پکار ده چې حکومت قانون سازي وکړي او د نوموړي په نظر که څوک د احتياطي تدابيرو سرغړونه کوي پکار ده چې هغو له سزا ورکړي، او حکومت کولی شي چې احتياطي تدابير عملي کړي.
هغه زیاته کړه پکار ده چې خلک ويکسين ولګوي، او که څوک يې نه لګوي په هغو دې بندېزونه ولګوي، چې خلک ويکسين شي ټولو ته ترې خېر دی.
د ډاکټر قېصر سجاد په وېنا په پاکستان کې 25 فيصده خلکو ويکسين لګولي دي، د 75 فيصده پورې پکار ده چې ويکسين ولګوي او په ځانګړي ډول که چا دوه ډوزه لګولي دي، هغوی دې خامخا بوسټر ډوز ولګوي، حکومت دې خلک د ويکسينو په اهميت خبر کړي او د دې دپاره دې د پوهاوي کمياين وچلوي.
په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا څخه تراوسه پورې 28زره 918 کسان مړه شوي دي.