لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو په ږيره خرېيلو بندېز لګولی


په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو د سفري بندېز يوه ورځ وروسته په نايي خانو کې د سړو په ږيره خرييلو هم بندېز لګولی دی، او دغه کار ته يې غېر اسلامي ویلي دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په یو تازه فرمان کې د ږيرې پر خريیلو بندیز اعلان کړی دی.

دغه د لارښوونې خبر پاڼه په پښتو ژبه کې ليکل شوې ده چې وي او اې تر لاسه کړې ده خو دا چې دغه خبرپاڼه څومره اصل او کره ده د طالبانو مشرانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وي او اې ته دا خبر رد نه کړ خو زياته کړې يې ده چې هغه به په دغه اړه نور مالومات تر لاسه کړي.

په دغه لارښوونه کې د قران او حديث حوالې ورکړی شوي چې مسلمانان دې د پېغمبر محمد (ص) په لارښوونه عمل وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ږيره لویېدل یو قدرتي او د پېغمبرانو سنت عمل دی او په شريعت کې پر دې ټینګار شوی دی.

دغه د لارښوونې فرمان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد حقاني لاسليک کړی دی.

په دغه حکمنامه کې ویل شوي چې ږيره خرېيل اسلامي علماوو منع کړی عمل دی او دغه عمل ته د اسلامي شريعت ضد کار ويل شوی دی.

په لارښوونه کې په نايي خانو کې کار کوونکو ته ويل شوي چې وېښتان او ږيره جوړوي اسلامي شرعي اصول دې په پام کې ساتي.

طالبانو د کال 1996 نه تر 2001 پورې هم په خپله واکمنۍ کې د ږيري د يو ټاکلي حد نه په زیاته وړه کولو هم بندېز لګولی وو.

په تازه ياد فرمان کې دا هم ویل شوي چې چارواکي دې هڅه وکړي چې دغه فرمان په خلکو په نرم انداز کې عملي کړي او ويل شوي چې دغه لارښوونه ورته د عملي کولو دپاره لېږل شوې ده.

په کابل کې نايانو وي او اې ته ویلي چې د طالبانو د راتلو نه وړاندې خلکو ږيره خريیل پرېیښي وو. یو نایي ويلي چې واک ته د طالبانو له راتلو وروسته په نايي خانو کې 80 فيصده کار کم شوی دی.

طالبانو چې په اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شوي په تېرو شاوخوا څلورنیمو میاشتو کې یې د نجونو او هلکانو پر ګډ تعلیم بندیز لګولی، ښځې یې له کورني‌ نارینه یا محرم پرته له اوږده سفره را ګرځولې، پر موسیقۍ یې هم نااعلان شوی بندیز لګولی او اوس یې د ږیرې پر خرېیلو هم بندیز اعلان کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG