د خېبر پښتونخوا ترهګرۍ ضد ادارې ويلي چې 90 سلنه ترهګرۍ ډلې په افغانستان کې د منصوبه بندۍ وروسته د پوليو ټيمونو په ګډون دسي پيک پروژې او نورې اقتصادي هلې ځلې په نخښه کوي۔
خو د پښتونخوا ملت پاله سياسي مشران وايي چې افغانستان ته دګوتې نيولو په ځای په هېواد کې د موجود وسله والو او تندروه ډلو دمخنيوي لپاره ګامونه اخستو ته اړتیا ده۔
دوی وايي بايد د پاکستان رياست د ترهګرۍ او تندروۍ مخنيوي لپاره نېشنل اېکشن پلان په سمه توګه عملي کړي او هغه عوامل د مینځه يوسي کوم چې د تندروۍ او ترهګرۍ لامل ګرځي۔
دانګريزۍ ژبې دي نيوز ورځپاڼې د خېبر پښتونخوا ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي د مشر له خولی ليکلي چې 90 فيصده دترهګرۍ دپېښو منصوبه بندي په افغانستان کې کېږي او بيا وسله والې ډلې د پوليو ټيمونه او د سي پېک پروژو تنصیبات په نخښه کوي۔
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ترجمان ذاهد خان تور لګوي چې په سيمه کې ورځ تربلې رامنځته کېدونکې دترهګرۍ پېښې د رياست دغلطو پالېسو نتيجه ده۔
" دوئ چې خپلې کومې ډلې جوړې کړې وې هغه که اوس په افغانستان کې ناستې دي او که دلته دي نو اوس هغوی ته مونږ لاس په سر کېږو او د هغې مقابله کولې نه شو"
هغه وایي "افغانستان کې اوس د خواښې طالب راغلی او دی (پاکستان حکومت) ورته خوشاله ؤ نو اول خو د دوی دشمنان هلته ناست وؤ اوس خو يې دوستان ناست دي نو اوس هم هغوی ورپسې دا خلک رالېږي؟ خبره داسې نه ده، خبره داسې ده چې دوئ په هر يو څيز کې ناکامه دي او پالېسۍ يې غلطې دي"
د ورځپاڼې ترمخه د ترهګرۍ ضد صوبايي ادارې تېر کال په پېښور او بنو سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش پنځه لویې ډلې له منځه وړې دي۔
په خېبر پښتونخوا کې دنېشنل پارټۍ عمومي سېکتر مختار باچا وي او ای ډيوه ته وايي چې بايد حکومت د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د تفريق پرته د تندروه ډلو په ضد ګامونه واخلي۔
" مخکې چې په ملاکنډ ډويژن او قبايلي سيمو کې څه کېدل او خلکو په خپله لېدل نو هغه خو د افغانستان څخه نه ؤ نو د هغې مسوليت په چا دی؟ دا يو سواليه نشان دی په استخباراتي ادارو باندې، او دا علي وزير دي چې به دا خبره کوله چې دلته ګډ طالبان دي نو دا ګډ طالبان بيا د څه دي؟ نو دا ډېرې غټې غټې سواليه نخښې دي او خلکو ته ډېر تکليف دی نو بايد چې ددې نه نور لاس ونيسي او ډېر په سختۍ سره يې مخه ونيسي"
دي نيوز اخبار ويلي چې دکال 2021 په مهال د ترهګرو په ضد عملياتو کې د خېبر پښتونخوا د پوليسو 48 افسرانو او سر تېرو ژوند د لاسه ورکړی او 44 نور ژوبل شوي دي۔
د سياسي چارو کارپوهه او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي د افغانستان نوم کارولو په ځای بايد حکومت د ترهګرۍ مخنيوي لپاره نېشنل اېکشن پلان عملي کړي چې د تندروۍ دعواملو مخه ونيول شي۔
دهغه په وینا دلته په پاکستان کې خپله هم دا انتهاپسندي او ترهګري شته دی، خو هميشه چې څه کېږي نوګوته هغه ځائ (افغانستان) ته نيسي،
"دوئ چې د دې ځای مسلې حل کول نه غواړي او ذمه واري اخيستل نه غواړي د دې انتها پسندۍ او ترهګرۍ نو ځکه هغه ځائ ته ګوته نيسي، نېشنل ايکشن پلان کال 2014 کې جوړ شو نو پکار ده چې دا انتهاخوښي او ترهګري ختمه کړي، په سلېبس او نصاب کې او نور اصلاحات وشي، دوئ د اصلاحاتو وايي خو اصلاحات دوی نه کوي"
د دي نيوز ترمخه سږکال په خيبرپښتونخوا کې دعملياتو په مهال دسي ټي ډي لخوا 110 ترهګر وژل شوي او 599 نور نيول شوي دي۔
د اخبار په رپورټ کې د سي ټي ډي د مشر له خولی دا هم ويل شوي چې د ځانمرګي بريدونو، دبمي چاؤدنو، هدفي وژنو او د تښتونو پيښې دتېر کال دوران کې کمې وې، او د ترهګرۍ ضد ادارې، پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو عملياتو په خيبر پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې د امن وضعه ښه کړې ده۔