لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: پوليسو د ټي ټي پي د دوه غړو د نيولو دعوه کړې


د کراچۍ پوليسو دعوه کړې د ښار د شاه لطيف ټاون سيمې نه يې د تحريک طالبان پاکستان دوه ترهګر نيولي دي، چا چې په افغانستان کې عسکري روزنه کړې ده.

د کراچۍ د پوليس وياندې شازيه جهان مطبوعاتو سره په شریک کړي خبر کې ویلي، ترهګر په ښار کې د وراني دپاره رايو ځای شوي وو، او دوی په افغانستان کې په امنيتي ځواکونو او نورو وران کارو کې ککړ وو، او د دوی د ولقې نه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده.

د نيول شوو کسانو پېژندګلو د رضا الله عرف ناصر او حبيب نور عرف شېر حبيب په نومونه شوې ده.

پوليس وياندې د کال 2021 د کراچۍ ښار د پوليس عملياتو رپورټ هم خپور کړی چې پکې ويل شوي په 2021 کال کې په کراچۍ کې د جرمونو د مخنيوي په مهال 13 پوليس افسران او سرتيري وژل شوي او 56 ژوبل شوي دي.

ویل شوي د پوليس په مقابلو يا نښتو کې 46 ډاکوان/غله او نور ملزمان هم وژل شوي دي.

په پوليس رپورټ کې ویل شوي 988 ملزمان د جرمونو کولو په مهال نيول شوي دي، او 6088 بېلابيلې وسلې هم ترلاسه کړی شوي دي.

پوليسو ویلي په کال 2021 کې يې 81 اغوا کار نيولي او درې يې وژلي دي او 51 تښتول شوي کسان یې هم راخوشي کړي دي.

د ملک تر ټولو غټ صنعتي او د ابادۍ په لحاظ تر ټولو غټ کراچۍ کې د ټريفک د قوانينو د سرغړونو په اړه ويل شوي، په مجموعي ډول 37لکه 25زره 778 کسان چالان کړی شوي دي.

په پوليس رپورټ کې دعوه شوې چې د جرمونو په حساب په نړيواله درجه بندۍ کې په کال 2021 کې په کراچۍ کې د امنيت وضع ښه کېدو پله روانه وه.

ويل شوي په دغه درجه بندۍ کې کراچۍ په کال 2016 کې په 26 نمبر او دا وخت په 106 نمبر دی.

په کراچۍ ښار کې په تيرو کلونو او په ځانګړي ډول د کال 2007 نه وروسته په 2009 نه تر کال 2013 پورې هدفي وژنې، قلنګ او د تاوان دپاره تښتونو پېښې زياتې وې، خو په کال 2013 کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز او پوليسو د ګډو عملياتو وروسته په ښار کې د وژنو او قلنګ پېښې کمې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG