لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان وایي دپاکستان حکومت به داقتصاد برخه کې خپل اهداف ترلاسه نکړی شي


د پاکستان د خزانې وزارت د نوي کال په پېل کې اټکل کړی چې د مالي کال 2022م په لمړیو شپږو میاشتو کې به دهېواد د اقتصادي ودې کچه 5 فيصدي ته ورسىږي.

دخزانې وزارت د مالي کال 2022م په دوېمه شپږ میاشتنۍ موده کې د 31 ارب ډالرو د برامداتو او د 32 ارب ډالرو د ترسيلات زر هدف ترلاسه کيدو هم اټکل کړی.

خو اقتصاد پوهان وايي په هېواد کې د بجلۍ، ګېس او تېلو مخ په زياتي نرخونه او په راتلونکي کې د سود په کچه کې نوره اضافه هغه ګامونه دي چې په اساس یې دوئ ویلی شي چې حکومت به د اقتصاد په برخه کې خپل اهداف ترلاسه نکړی شي.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د خزانې وزارت اټکل کړی چې د روان مالي کال 2022م په وروستیو شپږو میاشتو کې به د وفاقي محصولاتو د ترلاسه کولو هدف 60 کهرب روپو ته ورسي او هم په دې موده کې به د تجارتي خساره هم راکمه شي.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې بزنس رېکاډر دمالي او اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي دا ناشونې ده چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د قرض په پروګرام کې تړلی وي او د اقتصادي ودې 5 فيصدي کچه ترلاسه کړې شي.

دی وايي د کرونا وبا نه مخکې د هېواد مرکزي بانک د سود کچه 13 فيصدي ته رسولې وه او ددې وبا نه وروسته دا کچه 7.25 فيصدي ته راغلې خو مرکزي بانک وايي چې دا بيا زياتوي.

نوموړی وايي که چيرې د سود کچه 11 یا 12 فيصدى ته پورته کړی شوه او امکان یې هم دی نو څوک به بېنک ته ځي او په دومره غټه کچه د کاروبار لپاره په غټ سود به قرض اخلي او کاروبار به کوى او څنگه به دغه کاروبار د هېواد د اقتصادي ودې 5 فيصدي کچه ترلاسه کوي. دا ناشونې ده.

هغه بيا وايي د هېواد د اقتصاد د ودې په کچه کې چې دویم لویې کردار ادا کوي هغه غټ صنعتونه دي.

دنوموي په وینا د شمارياتو د محکمې د تېرو دريو مياشتو شمېرې ښيي چې د لويو صنعتونو د ودې کچه د روان کال په لمړو دريو مياشتو کې 6 فيصدي ته رسېدلې وه خو دا کچه اوس بېرته په لاندې روانه ده او 3 فيصدي ته راغلې نو نه شي ویلی چې څنګه به د هېواد اقتصاد د روان مالي کال په دویمه شپږمیاشتنۍ موده کې د 5 فيصدي کچې سره وده وکړي.

هم دا راز د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي حکومت ضمني بجټ وړاندې کړی، د تېلو، بجلۍ او ګېس بيعې یې زياتې کړي او دا ټول هغه علتونه دي چې د هېواد اقتصادي رفتار یې په قلار کړی دی.

دی وايي نه ګڼي چې ددې اوسنو ګامونه په نتیجه کې به حکومت د اقتصادي ودې 5 فيصدي هدف ترلاسه کړی شي.

د خزانې وزارت وايي د مالي کال 2022 په لمړیو شپږو میاشتو کې د اقتصادي ودې کچه څلور فيصدي پاتې شوې او محصولات هم د خپل ټاکلي هدف نه زيات ترلاسه شوې دي او د جاري کهاتې خساره د کال 2011 نه وروسته تر ټولو زیاته کمه پاتې شوې ده.

د خزانې وزارت دا هم ویلي چې کال 2021 کې د فصلونو رېکارډ پېداوار په ليدو کې راغلی او اټکل کوي چې دا رجحان راتلونکي مالي کال کې هم جاري پاتې کېدی شي.

خو ښاغلی طاهر امين دې سره اتفاق نه لري او وايي د ذرعى پېداوار په سېوا کېدو کې کېميايي څره لويې لاس لري او په تېرو څو میاشتو کې ددې اې پى څرې د يوې بوجۍ نرخ د 7500 روپو نه هم اوښتې دی او په ګرانه ترلاسه کېږي.

دی وایي دا هم د انديښنې وړ ده چې روان کال کې به د کېمياوي څرې استعمال کم وي او دا اندېښنه هم شته چې د هېواد لويې فصلونه له دې امله کم پېداوار ورکړي.

اقتصاد پوهان وايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د حکومت لپاره تر ټولو لویه ننګونه یا ازمېښت د ترسيلات زر موجوده کچه پرځاې ساتل وي.

دوئ وایي دا کچه چې پرېوتله نو دا به د جاري کهاتې خساره نوره هم سېوا کړي. د جاري کهاتې خساره چې له مخکې په 7.1 بېلين ډالره ولاړه ده نوره هم دا 16 بيلېنه ډالر ته رسېدلی شي او ددې د مخنیوي لپاره اړینه ده چې حکومت درامدات کم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG