لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

2021م کال افغانستان کې خبریالانو لپاره څنګه ؤ ؟


په افغانستان کې دخبريالانو دحقونو لپاره کارکوونکي تنظيمونه وايي چې کال 2021م کې ددغه هیواد دننه نه يوازې خبريالان وژل شوي او ځورول شوي بلکې په سلګونو نارينه او ښځينه خبريالانو د رسنيو تړل کېدو له امله خپلې دندې هم د لاسه ورکړي دي۔

د افغان طالبانو وياند ويلي چې د دوی حکومت د بيان په ازادۍ باور لري او کوشش کوي چې په وړومبیو ورځو کې د ژورنالستانو سره کومې د تاوتريخوالي پېښې رامنځ ته شوې وې هغه بيا تکرار نه شي۔

دا په داسې حال کې ده چې د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون ايي ايف جی د دسمبر په 31مه خپل وروستي رپورټ کې ویلي د کال 2021 په مهال د نړۍ په 20 هیوادونو کې 45 خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې پکې تر ټولو زيات د افغانستان سره تړاؤ لري۔

د سازمان د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د ژورنالستانو د وژلو نهه پېښې رامنځ ته شوي دي۔

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې نهه، مکسیکو کې اته، هند کې څلور او پاکستان کې درې خبريالان دغه موده کې وژلی شوي دي۔

په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي کال 2021م د افغان خبريالانو لپاره يو بدترين کال ؤ او دغه موده کې خبريالان د کار په مهال د سختو ستونزو سره مخ وؤ.

ښاغلي مجددي وایي ايي ايف جی چې کوم رپورټ ورکړی نو په هغې کې 6 خبريالانو دخپلو مسولیتونو ترسره کولو په مهال خپل ژوند د لاسه ورکړی دی او ځينې نور چې پکې اضافه شوې ده نو هغه يا پخواني خبريالان وؤ يا د خبريالۍ په ډګر نه دي وژلی شوي.

دنوموړي په وینا "چې کله جمهوريت سقوط وکړو نو مونږ څلور خبريالان په بند کې لرل او خبريالانو سره 35 پېښې د تاوتريخ والي رامنځ ته شوې وې"


دې ټولنې په روستيو کې ویلي وؤ چې کال د2021 په مهال په افغانستان کې 231 رسنۍ تړل شوي او خواوشا 60 فيصده نارينه خبريالان او د 80 فيصده نه سېوا ښځينه خبريالانې بې روزګاره شوي دي۔

د افغانستان د ژورنالستانو دشورا مشر حفيظ الله بارکزئ وي او ای ډيوه ته وايي تير کال په افغانستان کې د خبريالانو ژوند د ګواښ سره مخ ؤ او دوئ نه شو کولی چي په ازادۍ سره اطلاعاتو ته لاس رسی ولري او د سنسرشپ پرته خپل خبرونه خپاره کړي۔

" څه چې د افغانستان قوانين حکم کوي يا د بيان ازادي حکم کوي بدبختانه په ولايتونو او د کابل په کچه حکومت حاضر نه دی چې خپل رپورټونه خبريالانو ته ورکړي"

دی وايي کله چې خبريالان غواړي خپل نشريات خپاره کړي نو دوئ مجبور دي چې په ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور د ريس سره همغږي وکړي او بيا ريس د دوی برنامه، مرکې، راپورونه او که خبرونه دي هغه وګوري نو دا خبريالانو ته يوه غټه ستونزه ده۔

په افغانستان کې د طالبانو وياند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وويل چې دوئ د بيان په ازادۍ باور لري او کوشش کوي چې کوم دتاو تريخوالې پېښې رامنځ ته شوي هغه بيا تکرار نه شي۔

" کله چې اسلامي امارت په افغانستان کې کنټرول تر لاسه کړی نو خوشبختانه مونږه په هېواد کې د کوم يو خبريال يا خبرنګار د وژنې رپورټ نه لرو"

دطالبانو مرستیال ویاند وایي په ړومبو ورځو کې چې کله طالبان ښارونو ته ننوتل نو په هغه وخت کې د ناسم پوهاوي يا د ابتدايي وضيعت له امله که چېرې کوم لفظي برخورد يا په ځینو مواردو کې فيزيکي شخړې رامنځ ته شوې وې د هغې د تکرار مخه نيول شوې ده.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د خپل موقف او پالېسۍ له مخې د ژورنالستانو، د بيان د ازادۍ او د رسنيو بشپړ حمايت لري خو برعکس بیا نړیوالې رسنۍ اؤ خبریالان وایي چې طالبانو په رسینو کلک بندیزونه لګوي اؤ د دوئ له خوښې پرته رسنۍ یوه خبره هم نه شي خپرولی.

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د 2021م کال د مرګ ژوبلې شمیرې ښایي چې د رسنیو کارکوونکي تر ډیره د فساد، جرمونو او په ټولنو، ښارونو او هیوادونو کې د واک نه د ناوړه استفادې د بربنډولو په دلیل وژل کیږي۔

د سازمان د معلوماتو ترمخه د کال 1991نه راپدیخوا په ټوله نړۍ کې 2721 خبریالان وژل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG