لاس رسیدونکی لینک

 
اسدعمر:پاکستان کې دکرونا وایرس دنوې څپې نخښې له ورایه لیدل کیږي
تازه خبر

اسدعمر:پاکستان کې دکرونا وایرس دنوې څپې نخښې له ورایه لیدل کیږي


دپاکستان دپلان جوړونې مرکزي وزیر اؤ په کرونا وایرس دڅار د دولتي ادارې این سي او سي مشر اسد عمر وایي هیواد کې دکرونا وایرس دنوې څپې نخښې نښانې له ورایه لیدل کیږي.

په ټویټر خپل یو بیان کې هغه ویلي چې په کراچۍ کې داومي کرون ویرینټ پېښو رابرڅېره کیدو کې ورځ تر بلې اضافه کیږي اؤ اولس ددې وایرس نه ځانونه یوازې د ماسک په کارولو سره ژغورلی شي.

دولتي شمیرې ښایي چې دجنوبي افریقایي ډوله کرونا وایرس اومی کرون ۶۴ پېښې تر اوسه دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې مخې ته راغلي اؤ په پنجاب کې هم پنځوس کسان په دغه ډول وایرس اخته شوي دي.

دکراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې په دې وروستیو کې د اومي کرون ډوله وایرس ۱۱ پېښې مخې ته راغلې وې چې له هغې وروسته سیمه ییزې انتظامیې په دغه سیمه کې دټېټې کچې لاک ډاؤن پځائ کړی دی.

د این سي او ایي سي شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې دپاکستان دننه ۵۹۴کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ اته تنان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

شمیرې ښایي چې دا مهال پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه یو اعشاریه ۳۰ته رسېدلې اؤ په دغه وایرس داخته ۶۳۷ناروغانو حالت هم داندېښنې وړ ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت دعوه کوي چې د۲۲ کروړه ابادۍ څخه یې تراوسه اووه کروړه ابادۍ ته رونا ضد ویکسین په بشپړ دول لګولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG