لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده: د مذهب د سپکاوي پرضد قهرجنو مظاهره چيانو کې 17 ته ضمانت ورکړی شوی


د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد يو عدالت په هغو 32 کسانو کې 17 ته ضمانت ورکړی څوک چې د مذهب د سپکاوي د تور وروسته دولتي تاسيساتو (پولیس تاڼه او څوکيو) سوځولو په تور کې نيول شوي وو.

په ضمانت د خوشي شوو کسانو وکیل حاجي ابراهيم وايي، په 32 کسانو چې د تاڼې او څوکيو سوځولو کومه مقدمه درج شوې او ترهګرۍ ضد ماده پرې لګول شوې په هغو کې 17 ته عدالت ضمانت ورکړی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، پوليسو په دغه قضیه کې عدالت ته د دغو کسانو پرضد کره شواهد نه وو وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه په دغه مقدمه کې د يو هغه کس نوم هم ليکل شوی وو، چې هغه مخکې مړ دی، او ځينې کسان پکې داسې دي چې هغه سخت ناروغه دي.

د کال 2021 په 28 نومبر د چارسدې په مندڼي علاقه کې په يو تن د قران د سوځولو تور لګول شوی او بيا قهرجنو مظاهره چيانو د دغه تن خلکو ته حواله کولو غوښتنه کوله او د پوليسو په انکار مظاهره چيانو بيا يوه د مندڼي تاڼه او اووه څوکۍ سوځولې وې.

د پوليس چارواکو په وېنا د دغو کسانو پرضد سرکاري تاسيساتو ته د زيان اړولو او قانون په خپل لاس کې اخستلو په سر مقدمه درج شوې او 32 کسان پکې نومول شوي وو.

يو پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل چې دوی په مقدمه کې د نومول شوو ټولو کسانو پرضد ثبوتونه راجمع کړي، د دغو کسانو عکسونه او ويډيوګانې ترلاسه کړی شوې وې او هغه هر څه عدالت ته وړاندې کړی شوي وو.

خو نوموړي وویل دا ضمانتونه په داسې وخت کې ورکړل شوي چې د دې مقدمې پلټنې لا دوام لري.

د سپريم کورټ وکیل او قانون پوهه شبير حسېن ګګياڼی وايي په پاکستان کې د جرمونو د کچې د لوړ والي یواځينی علت د پولیس ناقصه پلټنيز نظام دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، خلک په عدالتونو نيوکې کوي خو هغه وايي چې عدالتونه د شهادتونو او ثبوتونو په بنياد فېصلې کوي.

هغه زياته کړه په خېبرپښتونخوا صوبه کې په کروړونو روپۍ د پوليس پلټنو په مد کې خرڅ کول کيږي، پکار دا ده چې پوليس وروزل شي او هغه نيمګړتياوې ورته سمې کړی شي کومې چې په پلټنو کې د ملزمانو په ګټه تماميږي.

نوموړی تور لګوي چې د خېبرپښتونخوا پولیس په اړه دعوه کیږي چې دا مثالي پوليس دي خو هغه وايي دا تشه دعوه ده د صوبې پوليس يواځې د نشه يي توکيو پرضد عملیات کوي او خپلې شخصي ترقۍ اخلي.

خو د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت تل دعوه کوي چې په صوبه کې يې مثالي پوليس جوړ کړي دي.

د چارسدې پوليس وايي په نومبر کې يې چې د قران سوځولو په تور کوم کس نيول شوی، د هغه ذهني حالت سم نه ښکاري، او د هغه طبي معاينه شوې خو رپورټ يې لا نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG