لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د ماشومې د وژنې د پېښې وروسته خلکو احتجاجي پرلت پېل کړی


خېسور احتجاج
خېسور احتجاج

د شمالي وزيرستان د میرعلي خېسور سیمې اوسېدونکي وايي، د ناامنۍ د پېښو او بیا تر هغې وروسته د پاکستاني پوځ لخوا په عام ولس تشدد کولو او ځورولو پرېشانه کړي او د امن غوښتنه کوي. خو په سیمه کې امنيتي چارواکي وايي، دوی خلک نه ځوروي بلکې د وسله والو پرضد عملیات کوي.

د میر علي په چوک سیمه کې ځايي خلکو وروسته له هغې احتجاجي پرلت پېل کړی چې دعوه کوي په 30دسمبر د پوځ د تلاشۍ په عمل کې يوه ماشومه په ډزو وژل شوې وه.

د وژل شوې ماشومې پلار جميل دعوه کړې چې په خېسور کې کله پوځ عمليات کول د علاقې ښځې يوې مدرسې ته ټولې کړی شوې وي، او پوځ بيا د غره نه نېغ ډزې کړې او د هغه لور پکې وژل شوې وه.

خو هغه وخت یو امنيتي چارواکي وي او اې ډیوه ته ويلي وو چې پوځ په خلکو ډزې نه کوي اوخلک د ناامنۍ د پېښو تور په ادارو لګوي چې د ترهګرو پرضد کاروایي نه کوي او کله چې پوځ کاروایي کوي بیا د علاقې خلکوايی چې عام خلکو ته زیان اړوي.

هغه ویلي وو وسله برید وکړی او بیا د دې خلکو سره په کورونو کې پټ شي.

د ماشومې د وژنې د پېښې وروسته خلکو احتجاجي پرلت کړی او په احتجاجي پرلت ناست د خېسور سیمې اوسېدونکی صدیق الله وایي د ضرب عضب عملیاتو وروسته دوی د نا امنۍ سره مخ دي.

هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته د واپسۍ پرمهال د دوی سره د امن ژمنې شوې خو اوس هم په علاقه کې د عامو خلکو د هدفي وژنو ترڅنګ په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه ترسره کیږي چې تر هغط وروسته بیا عام خلک نیول کیږي، تشدد پرې کیږي او ځورول کیږي.

د دسمبر په 30 نیټه د پاکستان پوځ ویلي وو د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په میرعلي کې د ترهګرو د موجودګۍ په خبر عمليات شوي دي.

او په دغو عملیاتو کې يو ترهګر سره د وسلې نيول شوی او په نښته کې څلور سرتيري وژل شوي وو.

د دغه برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

صدیق الله دعوه کوي چې د دغه پېښې وروسته دوی د دوه ورځو پورې په يو کور کې بند کړی شوي وو، او په چيک پوستو د سړو تلاشۍ کيږي او ښځو ته ويل کيږي چې خبري وکړي چې مالومه کړي چې ښځه ده که سړی دی.

هغه وویل دوی غوښتنه کوي چې په دې چیک پوستو دې د امنیتي سرتیرو سره زنانه سرتیرې وګمارل شي.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کړې وه چې په دغو عملیاتو کې یې د وزیرستان زیاتره سیمې له ترهګرو پاکې کړي خو اوس هم هلته وخت په وخت په پوځ، نورو ځواکونو د بریدونه او په علاقه کې د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي‌.

د شمالي وزیرستان د پرلت مشر او پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي، دوی کله هم د امن مخالفت نه کوي خو چې د ترهګرۍ په نوم عملیاتو کې بيا عام ولس ځورول کیږي د هغې د مخنيوي غوښتنه کوي.

هغه وویل مونږ د حکومت او پوځ د هر هغه ګام ستاینه کوو چې عام ولس ته پکې خېر وي، خو دلته برید وسله وال وکړي زمه واري واخستل شي خو دا مناسب نه دي چې بیا دې هغې سزا عامو خلکو ته ورکړل کیږي.

عید رحمان وویل دوی غوښتنه کوي چې د ضرب عضب پرمهال د دوی سره د امن شوی لوظ دې پوره کړی شي. چې د علاقې خلک د خوشحالۍ او د امن ژوند تیر کړي.

وي او اې ډیوه په دې اړوند د شمالي وزیرستان د انتظامیې او د پولیسو مشر عقیق حسین سره د رابطې هڅه کړې خو تر اوسه یې څه ځواب نه دی ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG