لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند د رافېل جنګي الوتکو د مقابلې دپاره د چين نه J-10 جېټس الوتکې اخلي


د پاکستان پوځ تاييد کړې چې د هند د مقابلې دپاره خپل هوايي ځواک نور پياوړی کوي او د چين څخه (J-10) جېټس جنګي الوتکې اخلي.

د پاکستان د پوځ ويان مېجر جنرل بابر افتخار پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (5جنورۍ) خبري غونډې ته وويل،"دا د پاکستان د هوايي ځواک د بېړۍ ښه کولو پله ګام دی چې ممکنه غوره ټېکنالوجي ترلاسه کړي، کومه چې بلې غاړې ته (هند) ترلاسه کړې ده ".

(J-10) د یو اينجن لرونکې جنګي الوتکه ده کومه چې د چين هوايي ځواک د 2005 نه کاروي.

بابر افتخار دغه خبره پرون په داسې حال کې کړې چې له دغې يوه ورځ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشید احمد دغه خبره په يو ولسي غونډه کې کړې وه، چې دغه الوتکې به د هند سره د پاکستان تول برابر کړي، هند د فرانس څخه اخستل شوې رافېل الوتکې لري.

هند په 2015 کې د فرانس نه د 36 رافېل جنګي الوتکو اخستو اعلان کړی او بيا يې د دفاع وزیر اجې بټ ويلي وو 26 الوتکې يې ترلاسه کړي دي، او نورې به د کال 2021 د اخرې پورې ترلاسه کړي.

بابر افتخار ویلي، "زمونږ مخالف په يوه او بله بهانه پرله پسې نوي الات ترلاسه کوي، او په دې سيمه کې بې تولې کېدل به ډېر خطرناک وي". هغه ويلي، "دا هغه څه دي چې مونږ ورسره د نورو الاتوترلاسه کولو په زغل کې شاملېږو".

خو د پاکستان پوځي وياند دا نه دي ویلي چې د چين څخه به څو جنګي الوتکې اخلي.

تيره اوونۍ شېخ رشيد ويلي وو، چې د چين 25 پوره سکوارډنJ-10 الوتکې به په 23 مارچ د پاکستان په پوځي پرېډ کې برخه اخلي او دا به د پاکستان د هوايي ځواک لخوا د هند د رافېل الوتکو په غبرګون کې ښودلی شي.

چين تراوسه پورې په پاکستان د جنګي الوتکو خرڅولو په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستيو کې د اسرايل مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره کړي چې خيال کيږي چې J-10 الوتکې په هغه ټېکنالوجۍ جوړې دي کومه چې د اسرايل هوايي شرکت د 1980 په لسيزه کې جوړه کړې خو دا پروژه يې وروسته له هغې ودرولې چې ویل شوي وو په دغه پروژه خرڅ ډېر زيات راځي.

د پاکستان د هوايي ځواک په بېړه کې د امريکا جوړې F-16 الوتکې شاملې دي، کومې چې د هند سره د فرانس جوړو رافېل الوتکو په مقابله کې ګڼلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG