لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان او پاکستان تر منځ د بس سرویس د بیا فعالېدو تیارۍ روانې دي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پېښور او جلال اباد تر منځ د چلېدونکي «دوستي بس سرویس» د بیا فعاله کېدو امکانات پیدا شوي دي.

پاکستاني چارواکو روانه اوونۍ په پېښور کې د یوې غونډې په مهال له پېښوره تر جلال اباده د بس سرویس د بیا پیلولو لپاره امنیتي او نورو د اړتیا وړ انتظاماتو ته کتنه کړې ده.

په غونډه کې د پېښور ډیویژن کمیشنر ریاض خان مسید او نورو چارواکو هم ګډون کړی خو دا نه دي ویل شوي چې په دې غونډه کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو استازو هم ګډون کړی که نه.

د کمیشنر ویاند فیروز شاه وایي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پښتونخوا ایالتي حکومت ته ویلي، چې د «دوستۍ بس سرویس» د بیا پیلولو د هڅو جایزه واخلي. وایي له دې سره تړلې چارې به د جنورۍ تر پایه بشپړې شي او بیا امکان دی چې بس سرویس بیرته پیل شي.

په غونډه کې پرېکړه شوې چې د بس سرویس د پیلولو لپاره به له یوې معیاري کمپنۍ څخه د بسونو غوښتنه کېږي او د بسونو او مسافرو د امنیت لپاره به هم اغېزمن انتظام کېږي.

د یادونې وړ ده چې د پېښور او جلال اباد تر منځ بس سرویس په 2016م کال کې د امنیت د خرابوالي له کبله ځنډول شوی وو، خو چارواکي وایي د طالبانو له واکمنۍ سره یې د بیا پیلېدو امکان پیدا شوی او وایي که دا پیل شي بیا د اسلام اباد او کابل تر منځ هم د بس سرویس پیلولو ته لاره برابرېدای شي.

د تاجرانو او کاروباریانو غبرګون:

د خیبرپښتونخوا کاروباري طبقې د بس سرویس بیا پیلېدل د افغانستان او پاکستان د خلکو لپاره ګټور بللی، خو وایي دا کار به هله امکان ولري چې طالبان او پاکستان تر خپل منځ‌ اغېزمنې اړیکې ولري.

د تورخم اوسېدونکی تاجر ابلان علي وایي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې پېچلې ښکاري، وایي په داسې حال کې د پېښور او جلال اباد تر منځ د بسونو چلول ګران کار ښکاري:

"دواړو ملکونو ته ضروري ده چې خپل تعلقات ښه کړي. د سیاسي، سفارتي او تجارتي تعلقاتو له ښه کولو سره به د بس سرویس د کامیابه کېدو امکانات زیات شي".

د خیبر ضلعې مشهور ټرانسپورټر شاکر اپریدي هم د دې اعلان هرکلی کړی او وایي که بس سرویس په بشپړه او منظمه توګه پیل شي، نو د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو له تګ راتګ سره به ډېرې ستونځې حل شي:

"د بس سرویس د کامیابۍ لپاره پکار ده پر تورخم پوله غیرضروري بندیزونه هم ختم کړل شي".

د طالبانو د حکومت دریځ:

پر کابل د واکمنو طالبانو حکومت یا په پاکستان کې د طالبانو سفارتکارانو تر اوسه د پېښور او جلال اباد تر منځ د بس سرویس د فعالولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت «سېفران» هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پېښور د کمیشنر ویاند فیروز شاه وي او اې ته وویل، د طالبانو له چارواکو سره تر خبرو وروسته د «دوستي بس سرویس» د بیا پیلولو لپاره سلامشورې پیل شوې دي.

ښاغلی فیروز شاه وایي په دغو بسونو کې سفر کوونکو ته به لازمه وي چې د ویزې او پاسپورټ په ګډون نور د اړتیا وړ اسناد ولري.

وایي د بس سرویس د فعالولو مقصد یې نه یواځې د دواړو هېوادونو تر منځ خلکو ته تګ راتګ اسانول دي بلکې له دې سره به د دواړو هېوادونو اړیکې هم ښې شي.

بل لور ته د پښتونخوا د ټرانسپورټ د ادارې سیکرټري طارق حسېن وایي، د پېښور جلال اباد تر منځ د بس سرویس د فعالولو چارې د مرکزي حکومت او د مواصلاتو د مرکزي ادارې په لارښوونه پیل شوې دي.

"د بسونو د چلولو او نور انتظامات د ټرانسپورټ محکمې ته سپارل شوې دي، د پېښور او تورخم تر منځ د امنیت او نورې چارې به صوبایي حکومت ټاکي، چې ټول کارونه بشپړ شي بیا به مرکزي حکومت ته خبرتیا ورکول کېږي له هغه وروسته بس سرویس بیرته شروع کېدای شي".

د افغانستان او پاکستان تر منځ د بس سرویس پس منظر:

د 1960 لسیزې په منځ کې د پېښور او کابل تر منځ د سرکاري ټرانسپورټ سرویس دوه بسونه چلېدل، خو په 1979م کال کې افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځونو تر راتګ وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوې او په 1980م کال کې دا سرویس بند کړل شو.

په افغانستان کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي تر واکمنېدو وروسته په 2006م کال کې «پاک افغان دوستي بس سرویس» پیل شو چې تر لسو کلونو چلېدو وروسته په 2016م کال کې بیرته بند شو.

د «پاک افغان دوستي بس سرویس» مخکینی چارواکی حاجي ناصر خان وي او اې ته وویل، چې د دواړو ښارونو تر منځ به هره ورځ 10 بسونه چلېدل او له 500 تر 800 پورې مسافرو به پکې تګ راتګ کاوه، وایي که دا سرویس بیرته پیل شي نو دا به یو ښه ګام وي.

دا رپوټ د وي او اې اردو څانګې خبریال شمیم شاهد کړی او ډیوه پښتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG