لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين ولې په اېشيا کې د متنازعه سيمو نومونه بدلوي؟


واشنګټن ـــ چين په اېشيا کې د هغه متنازعه ځايونه نومونه په دې خيال بدلوي چې په دغه سيمو خپل مځکنی حق ثابت کړي او که چرې څوک د خپلې ازادۍ مقدمه عدالت ته وړي چې چين د مخکې نه خپله دفاع کړې وي.

بيجېنګ د سويلي چاينا سمندر، ختيځ چاينا سمندر او په وروستيو کې د هند سره د غرونو د ملکيت په تنازعه کې نوې نقشې او نومونه کاروي.

د چين د ولسي چارو وزارت په 29 ډسمبر اعلان کړی چې د هند د ولقې لاندې سيمه اروناچل پردېش کې يې 15 ځايونه په چيني کردارونو بدل کړي خو هند دغو ځايونو ته خپل نومونه لري او استعمالوي.

په بيجېنګ کې د چين تبتالوجي ريسرچ سنټر کارپوه ليان زيانګمېن ګلوبل ټايمز ته ویلي، دا 15 نومونه بدلول د قامي کوښښونو برخه ده چې د انتظامي لحاظه يو معيار کښېښودل شي او رپورټ وايي په دې کې داسې ځايونه هم شته چې د سلګونو کلونو راهیسې موجود دي.

کارپوهانو وي او ای ته ويلي دوی په دې باور دي چين د 15 ځايونو نومونه په دې غرض بدلوي چې خپلو خلکو ته د خپلو دعوو يادونه کوي، په تنازعو کې په مخالف دباو وساتي او که چرې دا شخړې لا انټرنيشنل کورټ اف جسټس ته وړل کيږي لا د منځګړتوب نړيوال عدالت ته ځي چې چين ورته د مخکې نه تياري کړې وي.

په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې رانډ کارپوريشن ريسرچ ګروپ د سياسي چارو کارپوه سکاټ هېرلډ وايي “فکر کوم د دې څه برخه يې د بيانيې جنګ دی، څه د بيانيې د جوړولو برخه ده چې تنازعه په څه ده خو دا په غلطه ده ځکه چين په تنازعه مخالف په داسې حالت کې اچوي چې هغه د چين په مقابل کې کمزوري دي”.

چين د خپلو دعوو د ثابتولو او په متنازعه سيمو د خپل حق ورمنلو د پاره هم پوځي زور او هم اقتصادي رشتې کاروي.

په تېر لس کاله کې ترې جاپان، انډونيشيا، ملايشيا، فیلیپاین، تايوان، ويټنام او هند په شا شوي دي چې د هندوستان سره يې دوه پوځي نښتې هم کېدلو ته نزدې وې.

منېلا په کال 2016 کې د نړيوال عدالت د لارې د بيجېنګ نه د سويلي چاينا سمندر د دعوې مقدمه ګټلې وه.

زاړه ځايونه او نوي نومونه:

هېرلډ وايي د اوولسمې پېړۍ وروسته چې په نړۍ کې پولې تر ډېره منل شوي دي له هغه نه وړاندې خلک په عادي توګه د يو ځايه بل ته تلل او پخپلو ځايونو يې نومونه کښېښودل او زياتوي “چين په هغه تاريخ اوس کرښه راښکل غواړي”.

د سينګاپور ايس راجراتنم سکول اف انټرنيشنل سټډيز استاد الن چونګ هم د دې مفکورې ملاتړ کوي او وايي چينايي نقشه جوړوونکي په ځايونو داسې نومونه ږدي چې په سيمه کې د چين تاريخي شته والی ثابت کړي لکه د مثال په توګه چين وايي په سويلي چاينه سمندر کې يې نزدې دوه زره کاله مخکې د مايانو نيولو کښتۍ ګرځېدې نو ځکه يې پرې د دې زوړ نوم “واړه ټاپوګان” ايښی دی.

د ګلوبل ټايمز د رپورټ مطابق اروناچل پرديش په يادو پينځلس ځايونو کې اته ابادې سيمې دي، څلور غريزې، دوه سيندونه او يو د غره کنډو دی.

چين په ياده سيمه کې پينځه کاله وړاندې په شپږو نورو ځايونو خپل نومونه کښېښودل چې يو پکې زنګنان دی چې په مينډرين ژبه کې مطلب د تبت سويل دی.

البته ليان د نوو نومونو په اړه د چين ګامونه د ازاد هېواد قانوني حق ګڼي.

خو د تايوان په اړه د هېواد حکمران ګوند پارلماني غړی لو چېح چېنګ وايي دا د چين د پخوا نه روان عمل دی چې د خپلواک تايوان په ملکيت خپلې دعوې ثابتې کړي.

هغه وايي “دوی د تايوان رنګ هم چينايي کوي او دا په دې غرض کوي چې تايوان د چين برخه ثابته کړي”.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG