لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې د سي ټي ډي سرتيری وژل شوی، ټي ټي پي يې زمه واري منلې


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې لکي مروت کې د سي ټي ډي پوليسویو سرتیری نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی. لاقانونه ګرځول شولې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يې زمه واري منلې ده.

د لکي مروت ضلعې پوليس دا پېښه تاييد کړې او د پولیسو ویاند شاهد وویل پرون د جمعې په ورځ د سي ټي ډي پوليس یو سرتیری د لکي ښار په شین باغ چوک سیمه کې نامالومو موټر سايکل سورو په نخښه کړی دی.

هغه وویل چې د یادې پېښې مقدمه سي ټي ډي پوليس ته لیږل شوې او پلټنې پېل کړي دي.

دخېبر پختونخوا پولیس د یو بیان له مخې د وسله والو په ډزو کې د عبدرحمان په نوم د سي ټي ډي پولیس یو سرتیرې په لکي مروت کې وژل شوي.

ویل شوي نوموړی د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د سي ټي ډي سرتیری وو او د لکي مروت شمدو سیمه سره يې تعلق وو.

په پېښه کې د وژل شوي عسکر جنازه د جمعې په ماښام د لکي مروت په پولیس لاین کې شوې ده.

تر دې وړاندې هم پېښور او د خېبر پښتونخوا بېلابیلو سیمو کې د ترهګرو په بریدونو، بمي چاودنو او هدفي وژنو کې په لسګونو پولیس عسکر او لوړ رتبه چارواکي وژل شوي دي .

پاکستان انسټېټیوټ اف پېس سټډیز په خپل کلیز رپورټ کې ويلي د 2021 کال په مهال په پاکستان کې 207 د ترهګرۍ حملې شوي او 335 کسان پکې وژل شوي دي.

اداره وايي په زیاترو حملو کې داعش او ټي ټي پي لاس لرلو.

د رپورټ ترمخه تېر کال په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې او د دې له کبله مرګونه د افغانستان سره تړلې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې لېدل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې تېر کال د ترهګرۍ 111 پېښې رپورټ شوې چې پکې 169 کسان وژل شوې دی.

رپورټ کې ويل شوي چې کال 2020 کې په پاکستان کې ټولې 146 حملې شوې وې چې 220 کسان وژل شوي وو.

د رپورټ ترمخه کال 2021 کې د ترهګرۍ د حملو له کبله د هېواد د امنیتي ادارو، پوځ، اېف سى او لېوز په ګډون 177 اهلکار وژل شوي وو. په کال 2020 کې دا شمېره 126 ريکارډ شوې وه.

څیړونکي وايي په پاکستان کې د ترهګرو حملې تېر کال د اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمن کېدو نه پس يو ځل بيا زياتې شوې دي.

د فاټا ریسرچ سېنټر نومې ادارې مشر منصور مسید وايي په افغانستان کې د بند نه د پاکستاني طالبانو او د دوی د ملګرو د خوشي کیدو وروسته دلته ترهګر بریدونه هم یو ځل بیا زیات شوي دي او د دې لارې پاکستاني طالبان دا ښودل غواړي چې دوی منظم نیټ ورک لري.

پیښور کې مېشت د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی خبريال ناصر داوړ وايي پاکستاني او افغان طالبان یو بل سره نیزدې اړیکې لري او د پولې دواړو خواوو ته د دوی فعالیتونه لیدل کیږي.

هغه وویل افغانستان کې د واکمن کېدو وروسته پاکستاني طالبان دا هڅه کوي چې په قبایلي ضلعو کې د افغان طالبانو په څېر دوی هم واکمن شي.

تېر کال د نومبر د نهم نه تر دسمبر د نهمې نېټې پورې پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ ډزبندي اعلان شوې وه چې وه نه غځول شوه.

د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل بابر افتخار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د ټي ټي پي سره د ډزبندۍ د ختمېدو ورسته د ډلې په ضد عملیات او جګړه دوام لري.

هغه ویلي وو تېر کال 2021 کې 248 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي دي خو دغه پوښتنې ته چې (په عملياتو کې څومره ترهګر وژل شوي)؟، نوموړي په دغه اړه کره شمېره ور نه کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG