دپاکستان پلازمینې اسلام اباد سره نزدې په یخه سیمه مري کې د واورې وریدو په مهال د یخنۍ دلاسه د ۲۱کسانو په مړینه دپاکستان په حکومت سختې نیوکې روانې دي اؤ حکومت مخالفه ګوندونه وایي چې حکومت یوازې دسیلګرانو ګاډي شمیرل خو دهغوئ د ژغورنې لپاره یې هیڅ نه دی کړی.
په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دمړي په سړکونو دسیلګرو ګڼ شمیر ګاډي په وارو کې نښتې اؤ په دغو ګاډو کې دلویو اؤ ماشومانو مړي هم لیدل کیږي چې ویل کیږي دوئ دیخنۍ دلاسه مړه شوي دي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان په راپیښ شوي وضعیت خفکان ښودلی اؤ دغلته په لویه شمیره دخلکو دمړینې دپېښو دپلټنو امر یې کړی .
عمران خان په ټویټر خپل بیان کې ویلي خلک دزیاتې واورې وریدنې اؤ موسمي حالانو په نظر کې له نیولو پرته په ګڼ شمیر کې دمري په لوري ورمات شوي وؤ چې ضلعي انتظامیه دې ته زړه پورې چمتووالی نه درلودو.
خو د وزیراعظم په دې دریځ بیا په ټولنیزو رسنیو نیوکي شوي چې حکومت دپېښې سره مخ شوي خلک قصورواره ګرځوي اؤ خپلې ذمه وارۍ یې نه دی ترسره کړي.
دوه ورځې وړاندې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري په دې خوشحاليښکاره کړې وه چې تر یو لک زیات دسیلګرو ګاډي د واورې وریدو نه خوند اخستو لپاره مري ته ننوتلي دي اؤ هغه دا عمل دسیلګرۍ د ودې او روزګار ښه کیدو په معنا بللی ؤ.
دپاکستان مسلم لیګ(ن) مرستیاله مشره مریم نواز وایي دحکومتونو کار یوازې د سیلګرو شمیرل نه وي بلکې دهغوئ لپاره د وړاندې نه حفاظتي انتظامات برابرول اؤ ګامونه اخستل وي.
هغې ویلي دا خلکو دا مړینې د واورې وریدلو له امله نه بلګې دحکومت د غفلت له امله رامنځته شوي دي.
پاکستان کې دحکومت مخالفه ډلو د ایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان هم مړي کې دسیلګرانو په مړینه افسوس ښکاره کړی اؤ په حکومت یې دغفلت سخت تورونه لګولي دي.
مولانا فضل الرحمان ویلي وړومبی پرته له کوم خبرداري سیلګري مري ته پرېښودی شول اؤ بیا په وارو کې د راګیرو سیلګرو د ژغورنې ،هغوئ ته د خوراک اؤ درملو رسولو پځائ هغوئ بې یاره اؤ مددګاره پرېښودل شول.
هغه پوښتنه کړې ده چې ایا دا حکومت دی که د ولس قاتل؟
خبریال حامد میر په ټویټر لیکلي مري ته دتلونکو په شمیر کې اضافه د عام ولس په خوشحالۍ اؤ امدن ک داضافې د لامل ګرځولو نه وړاندې دا سوچ ضروري ؤ چې ایا سیمه ییزه انتظامیه دکوم افت په صورت کې دسیلګرو دمرستې جوګه ده که نه؟
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شېخ رشيد ویلي، تيره شپه 1000 ګاډي نښتي وو، ځينې پکې راويستل شوي دي، او ځینې بيا واپس کړی شوي او د 16 نه تر 19 پورې کسان مړه شوي دي.
په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي چې سیمه کې د ګیرو سیلګرو د راویستو لپاره پوځ رابلل شوی دی خو اوس هم هلته د سوؤنو په شمیر ګاډي اؤ د زرګونو په شمیر سیلګري بند پاتې دي.
په سوشل میډيا هم لیدل کیږی چې دسیلګرو ګاډي واورو کې نښتي دي اؤ هغوئ وایي چې نه ورته د واورې نه د بچ کیدو لپاره سیمه کې دسرپناه څه بندوبست شته اؤ نه هم خوراک یا پټرول لري.