لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوکرېن د جهاز په راغورځولو په ايران د پلان شوې ترهګرۍ تور لګوي


واشنګټن ــ یوکرېن تور لګولی په کال 2020 کې ايران د یوکرېن د سورلو پرواز په تهران کې د يوې د مخکې نه جوړې شوې ترهګرې منصوبې لاندې په نخښه کړی وو. نړۍ د پېښې دويمه کليزه لمانځي.

د یوکرېن د ډيفنس اينډ سيکيورټي کونسل سيکرټري اولېکسي ډانيلوف وي او ای ته ويلي “څه چې په اتمه جنورۍ کال 2020 دا د يو سیولين پرواز خلاف د ترهګرۍ اقدام وو”.

ډانيلوف د ايران په کړه وړه هم ګوته پورته کړه او ويې ويل ايران د تحقيقاتو په حقله هم د یوکرېن د غوښتنو څه مرسته نه کوي او نه 176 وژل شوو مسافرو ته تاوان ورکوي.

ايران منلي چې د ناقص هوايي دفاعي نظام او انساني غلطۍ د لاسه يې ميزايل د سورلو جهاز په نخښه کړی او دا پېښه شوې ده چې ايران ورته حادثه وايي.

په جهاز کې اکثريت د ايرانيانو او لا ايراني نژادو کېنيډایانو وو چې د کيو د لارې کېنېډا ته روان وو. جهاز د الوت نه څو منټه وروسته د ايراني پوځي ځواکونو لخوا ويشتل شوی وو.

د پېښې نه څو ساعته وړاندې ايران په عراق کې امريکايي ځواکونه په ميزايلو په نخښه کړي وو او ايراني ځواکونو د هغې په ځواب کې د امريکا د ممکنه حملې مخنيوي ته تياري کړې وه.

ايران په عراق کې د ايراني پوځي کمانډر قاسم سليماني د وژنې په انتقام کې په امريکايي ځواکونو ميزايل ورولي وو چې په درځنونو امريکايي پوځيان يې ژوبل کړي وو. د دې نه پينځه ورځې مخکې سليماني په بغداد کې په يو امريکايي هوايي بريد کې وژل شوی وو.

ډانيلوف وايي د پرواز نمبر پي ايس 752 په نخښه کولو نه وړاندې وروسته ايراني چارواکو د سورلو جهازونو ته د الوت اجازت ورکړی وو چې د تهران د هوايي ميدان نه والوځي.

هغه وايي “مونږ دا ګڼو چې ايرانيان لکه په خصوصي توګه زمونږ د جهاز په انتظار وو. مونږ ترې دا انګېرو”.

ډانيلوف وايي چا چې د جهاز انتظار کولو هغه لوړپوړي ايراني افسران وو او زياتوي “دا ضرور د غټو افسرانو په حکم شوې وي. هيڅوک د عملياتو داسې فيصله په خپل سر نه شي کولی”.

په ملګرو ملتونو کې د ايران مېشن ته وي او ای پوښتنې لېږلې وې چې د ډانيلوف تورونو ته غبرګون وښيي خو د هغه خوا دې ته کوم ځواب نه دی ويلی شوی.

یوکرېن هم د خپلې دعوې د ثابتولو د پاره چې دا کار ګنې ايران په ارادي توګه کړی تر اوسه هيڅ ثبوت نه دی ښکاره کړی.

کېنېډا چې 55 شهريان او 30 مستقل رهايشي خلک يې په پېښه کې وژل شوي هم د یوکرېن د دعوو په اړه- چې ګنې ايران په پېښه کې د شيطانۍ لاس لري- څه معلومات نه دي شريک کړي.

خو کېنېډا د یوکرېن، برتانيې او سويډن سره په ګډه د زيارت- پنجشنبې په ورځ يو بيان خور کړی چې ايران د يادو هېوادونو د وګړو په وژلو ککړ دی او د ايراني پوځي او ولسي چارواکو د عمل او اعتراف نه دا واضحه ده چې ايران يې ذمه وار دی او د نړيوال قانون د ماتولو زيان به ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG