لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر:په پاکستاني پوځیانو دخپل پوځي ملګري ډزې، څلور تنه وژل شوي


دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې خیبر کې یو پاکستاني پوځي خپل درې نور پوځیان ملګري په ډزو وژلي اؤ تر هغې وروسته یې ځان هم وژلی دی.

دځایی سرچینو له مخې دا پېښه د اتوار په ورځ دشاکس سیمه کې دلیوي ځواکونو په مرکز کې شوې ده.

سرچینې وایي دغلته دشفقت حسین په نوم یو پوځي پخپلو نورو پوځیانو ملګرو ناتاره ډزې کړې دي.

دسرچینو په وینا په دغو ډزو کې دوه پوځیان په ټکي مړه شوي اؤ یو بل پوځي روغتون ته له رسول کیدو وروسته ساه ورکړې ده.

سرچینې وایي تر اوسه دپېښې علت نه دی معلوم شوی خو کوم عسکر چې پخپلو نورو ملګرو ډزې کړي هغه وروسته ځان هم وژلی دی .

پېښه کې د وژل شوؤ پوځیانو پیژندګلو د راشد شاه،غلام محمد او پرویزعلي په نومونو شوې ده خو دپاکستان دپوځ دعامو اړېکو څانګې ایي ایس پي ار لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

پاکستاني میډیا پېښه کې د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د لیویز عسکرو په توګه کړې ده خو دسیمې نه سرچینو ډیوه ته ویلي چې وژل شوي عسکر دلیویز نه بلکې دپوځ دي.

سرچینې وایي دپېښې په اړه هر اړخیزې پلټنې پیل کړل شوي خو په سمدستي توګه نه ده معلومه شوې چې دغه پوځي پخپلو نورو ملګرو ډزې ولې کړې دي؟

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG