لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دقامي سلامتیا نوې تګلاره کې مهمې نکتې څه دي ؟


مطبوعات د پاکستان د اړونده چارواکو له خولې وايي چې د هند په ګډون د ګاونډي هېوادونه سره سره امن، غوره اړېکې او اقتصادي سفارت کاري به د هېواد د قامي سلامتيا د نوې تګلارې مهمې برخې وي.

بېلا بیل ځایي مطبوعات د اړونده سرکاري چارواکو له خولې لیکي چې په دغه تګلاره کې ليکل شوي چې په سیمه کې امن، رابطه کاري او د ګاونډي هېوادونو سره تجارت کول د پالیسۍ بنيادي نکتې دي.

دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د اړونده سرکاري چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلی، له خولې ليکى چې وزیر اعظم عمران خان به د راتلونکې جمعې په ورځ د هېواد د قامي سلامتيا د نوې تګلارې د ولسي برخې اجرا کوي.

دغه سرکاري چارواکي د قامي سلامتيا د نوې تګلارې په اړه ویلي چي پاکستان د هندوستان سره د راتلونکو سلو کلونو لپاره دښمني نه ساتل غواړي او زياتوي که د هند سره مذاکراتو کې پرمختګ کېږي نو ورسره تجارتي اړيکې معمول ته راتلی شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې اقتصادي تحفظ به د قامي سلامتيا د تګلارې مرکزي نکته وي او ګاونډي هېوادونو سره امن، غوره اړيکې او اقتصادي سفارت کاري به هم د قامي سلامتيا د تګلارې مهم اړخونه وي.

مطبوعاتي رپورټونه د سرکاري سرچينو له مخې ليکي د جيو اکنامکس دا مطلب هم نه دې چې پاکستان خپل جيو سټراټيجکي او جيو پوليټيکل مفادات د پامه وغورځوي.

سرکاري سرچینې وایي د هېواد دقامي سلامتيا دا نوې تګلاره په اقتصادي، پوځي او انساني تحفظ اډانه لري او اقتصادي تحفظ ته به د قامي سلامتيا په تګلاره کې مرکزي حثيت ترلاسه وي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا وايي که پاکستان په راتلونکو کلونو کې خپل غېر پرمختيايي لګښتونه کم نکړل نو يو داسې وخت به راشي چې ددفاع خرچي به ارو مرو کمولو ته مجبوره شي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وايي پاکستان په تيرو دريوؤ کلونو کې د دفاع په مد کې اضافه نه ده کړې.

هغه وايي پاکستان د کلونو راهسې د پوځي سيکورټي رياست تصور خپل کړی او که دا تصور نه بدلوي نو د کمزوري اقتصاد په جال کې به نښتی پاتې وي.

"مونږ له به د سکورټې تصور ته په پراخه انداز کې کتل وي ولې چې په ځانګړي توګه انساني سيکورټي تر ټولو مهمه ده"

ټریبیون ورځپاڼې د قامي سلامتيا د تګلارې په اړه د چارواکي له خولې ليکلي چې د هېواد دننه د سياسي ثبات معامله هم ددغه تګلارې برخه ګرځول شوې ده.

دا چارواکی وايي په دې تګلاره کې د وسله والو او منحرف ډلو سره د خبرو نکتې هم شاملې کړی شوې دي.

چارواکي وايي په تګلاره کې مصالحت ته داماده ډلو سره خبرو داترو کولو هم ډاډګيرنه شوې ده.

ددفاعي چارو کارپوهه او دپاکستان دپوځ پخوانی افسر طلعت مسعود ډيوه سره ددې تګلارې په مهمو ټکو خپله تجزیه کې وايي دې کې دوه رایې نه شته چې پاکستان له خپل اقتصاد ښه کول پکار دي.

دی وايي "خو دا ګڼل چې يوازې اقتصاد ښه کول د تحفظ ضمانت دی، دا به سمه نه وي چې دفاعي چارې بېخي له پامه وغورځول شي. دا به غوره تګلاره نه وي"

نوموړی وايي اصل نکته دا ده چې ترڅو پاکستان د ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيکې ونه لري، په افغانستان کې ککړ او ښکېل پاتې کېږي او هند سره تعلقات کشيده وي، نو په دغه حالاتو کې دا ویل به مشکل وي چې پاکستان به يوازې صحت، تعلیم او د خلكو تحفظ ته پاملرنه وکړی شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي هاېبرډ وار فېر هم د قامي سلامتيا د تګلارې برخه جوړه کړی شوې ده.

اېکسپرېس ټريبيون اخبار د اړونده سرکاري چارواکي له خولې وایي دې تګلاره کې د ابادۍ اضافه هم د انساني تحفظ لپاره لوي چلېنج ګرځول شوی دی.

ښاغلي حفيظ پاشا هم مخ په زياتيدو ابادي لویې چلېنج ګڼي او وايي د نورې نړۍ په پرتله د پاکستان په ابادۍ کې په چټکتیا سره اضافه کېږي او دا هرکال د 2.4 فيصدي شرحې سره زياتېږي.

هغه وايي پاکستان کې د تېرو 50 کلونو په مهال د اوبو شتون په يو کې شپږ برخې کم شوی دی او ددې لويې علت په ابادۍ کې اضافه ده.

هغه وايي خوراکي تحفظ په ابادۍ باندې د قابو موندلو سره تړلی دی. خوراکي پېداوار کې هرکال دوه فيصدي اضافه کېږي او که وکتل شي نو په تېرو پينځلسو کلونو کې د خوراکي تحفظ کچه هم لاندې راغلې ده.

د قامي سلامتيا په تګلاره کې د کلي والو سيمو څخه ښاريو ته هجرت، روغتیا، اوبه، چاپېریال، خوراک او صنفي امتیاز د انساني سکورټۍ مهمې برخې ګرځول شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG