لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د حافظ سعيد د کور سره نزدې په چاودنه کولو تورنو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي


د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت په جوهر ټاون لاهور کې د حافظ سعيد د کور سره نزدې د چاودنې په قضيه کې تورنو څلورو کسانو ته نهه، نهه ځله د مرګ سزا اورولې ده.

عدالت په بم چاودنو کې تورن عيدګل، سجاد شاه او پيټرپال ته نهه، نهه ځله د مرګ سزا او ښځينه ملزمې عايشه ته د پینځه کالو بند سزا اورول شوې ده.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د لاهور د ترهګرۍ ضد د عدالت جج ارشد حسېن بهټه د لاهور په کوټ لکپت زندان کې د قضيې سزا اورولې ده.

د کال 2021 د جون په 23مه نېټه د لاهور په جوهر ټاون کې چاودنه شوې،او یو پولیس په شمول پکې درې کسان مړه او یوویشت (21) ټپیان شوي وو.

دغه چاودنه د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید کور ته څېرمه شوې وه.

حافظ سعید خپله د امریکا له اړخه ترهګر نومل شوی او په سر یې د لس میلینه ډالره انعام دی.

هند تور لګوي چې حافظ سعید په کال 2008 کې، ممبۍ کې شوي د خونړي برید ماسټرماینډ یا منصوبه کوونکی وو. په ممبۍ کې د هغې حملې له امله د یو سلو شپېتو (161) نه زیات کسان وژل شوي وو. خو حافظ سعید پخپل ځان لګول شوي تورونه رد کړي وو.

پاکستان د دغه چاودنې تور په هند لګولی وو، خو هند دغه تور رد کړی وو.

د پاکستان د وزيراعظم د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف د مرکزي وزير فواد چودري او پنجاب پولیس مشر انعام غني سره په خبري غونډه کې ويلي، چې په دغه چاودنه کې هند په رياستي کچه ککړتيا لري.

هغه ويلي په چاودنه کې ککړ د عيدګل نومې تن تعلق د افغانستان سره دی، چې په پاکستان کې مېشت دی او د پاکستان شناختي کارډ هم لري.

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې مشر حافظ سعيد د پنجاب سي ټي ډي پوليسو په کال 2020 کې نيولی او هغه ته بيا په بېلابيلو قضيو کې سزاګانې اورول شوي او دا وخت هم بندي دی.

XS
SM
MD
LG