لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات موټروی دوېمه برخه دې د کرکروندې د ځمکو نه واړول شي، ځايي خلک وايي


سوات موټروی
سوات موټروی

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات ځايي خلک وايي، د چکدرې څخه تر فتح پورې د سوات موټر وی دوېمه برخه (فېز ټو) دې د کرکيلې د ځمکو څخه واړول شي او د سوات د سيند په خوا دې جوړ کړی شي.

په سوات کې ځايي خلکو د زرعي ځمکو په نوم کميټي جوړه کړې او دغه لار چې په کوم علاقو تيریږي کمېټۍ او ځايي خلکو يې پرضد کمپاين پېل کړی او غوښتنه کوي چې موټر وی دې د کرکيلې په ځمکو جوړ نه کړی شي.

پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ په سوات کې ځايي خلکو په دغه لړ کې احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

د زرعي کمېټۍ وياند رحمت خان ساحل وي او اې ډيوه ته ویلي، د چکدرې څخه تر فتح پور ميادم پورې چې دغه کوم موټر وی جوړیږي، دا د خلکو د کرکروندې په ځمکو جوړیږي ځکه دوی غوښتنه کوي چې دغه لار دې د ځمکو نه واړول شي او د سيند خوا ته دې بوتلل شي.

نوموړي وویل په دغه لړ کې ځايي خلکو د سوات سره تعلق لرونکي د صوبې وزيراعلا محمود خان او د مواصلاتو مرکزي وزیر مراد سعيد سره ليده کاته کړي، خلکو ته په دغه لړ کې ځينې باور ورکړی شوی خو اوس بيا ويل کيږي چې وزیراعظم د دې پروژې پرانسته کوي او لار بيا د خلکو د کر کروندې په ځمکو تېرول کيږي.

عمرعلي شاه اېډوکېټ وايي، دوی د سوات د پرمختګ خلاف نه دي، دوی د دغه پروژې ستاينه کوي خو دغه سوال کوي چې دا موټر وی يا اېکسپرېس وې دې په زرعي ځمکو نه بوځي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په سوات کې هسې هم د کر کروندې ځمکې کمې دي او اوس خلک په دې لار کې د ځمکو نه خلاصول کيږي.

نوموړي زياته کړه که چرته دغه لار د سيند خوا ته بوتلل شي نو یو خو به ځمکې بچ شي، او بله دا چې دا لار د سيند خوا ته بوتلل شي نو ښکلی به شي او د سيند په خوا کې به ورته د سېلګرۍ ښايسته ځايونه هم جوړ شي.

ځايي خلک وايي اوس داسې اوازې دي چې وزيراعظم عمران خان په نزدېو کې د دې پروژې پرانسته کوي، خو په سرکاري توګه تراوسه پورې په دغه اړه څه نه دي ويل شوي.

وي او اې ډيوه د وزیراعلا محمود خان او د مواصلاتو د وزیر مراد سعيد سره څو ځله د رابطې هڅه کړې چې په دغه اړوند ترې حکومتي دريځ مالوم کړي خو د دواړو سره تماس نه دی شوی.

بل لور ته د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکي د سوات د کبل او کوزې بانډۍ پورې علاقې څخه د صوبايي اسمبلۍ غړي وقار احمد خان وايي هغه په کال 2019 کې د موټر وی د فېز ټو په اړه په اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کړی وو چې په دغه لار کې دې زرعي ځمکې بچ کړی شي او دغه قرارداد منظور کړی شوی وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، تيره اوونۍ يې په اسمبلۍ کې بيا دغه خبره راپورته کړې چې په دغه قرارداد بيا خبره وشي. او زياته يې کړه چې د هغه په خپله هم د وزیراعلا سره خبره کړې او هغه ورته باور ورکړی چې څومره ممکنه وي د کرکيلې ځمکې به بچ کولی شي.

نوموړي زياته کړه اوس د خلکو د تحفظاتو لرې کولو دپاره د مرستيال کمشنر او اړونده چارواکو کمېټيانو جوړې کړی شوي دي چې د خلکو سره وويني، د دوی خبره واوري او دغه مسله هواره شي.

د خېبرپښتونخوا صوبايي وزير کامران بنګش د کال 2020 د جولايۍ په مياشت کې د اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې ویلي وو، د سوات اېکسپرېس وی چې د چکدرې نه تر فتح پورې نزدې 80 کلوميټره لار ده، د هغې منظوري ورکړی شوې ده، 37 اربه روپۍ يې د جوړولو او 20 اربه روپۍ يې د ځمکو دپاره منظور کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG