لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي هند یې پرضد جعلي پوځي عملیات کولی شي


پاکستان یوځل بیا اندیښنې څرګندې کړي چې هندوستان دنړۍ پام د کشمیر دحالاتو څخه ګرځولو د پاره جعلي پوځې عملیات کولی شي-

تیره ورځ خبرې غونډې ته وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار احمد ویلي هند په کشمیر کې خبریالان او بشري حقونو کارمندان په نخښه کوي.

هغه ویلي پاکستان نړیواله وروولي ددغه حالاتو څخه پرله پسې خبروي اؤ دا چې هندوستان د حالاتو څخه د نړۍ د پام ګرځولو د پاره جعلي فلیګ آپریشن کولي شي-

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تیره ورځ دبشري حقونو دنړیوال سازمان هیومن راټس واچ یو بیان کې په پاکستان کې هم د بشرې حقونو پر سرغړونو اندیښنې څرګندې شوې وې.

هیومن رایټس واچ خپل بیان کې ویلي وؤ چې پاکستان کې د خلکو دغږونو غلي کولو دپاره سخت قوانین جوړ کړی شوي او د حکومتي تګ لارو دمخالفت کوونکو په ضد ګامونه اخستل کیږي-

دکال ۲۰۲۱ دمئ او بیا د دسمبر په میاشتو کې وزیراعظم عمران خان هم دعوې کړې وې چې هندوستان جعلي پوځې عملیات کولي شي-

دپاکستان د پوځ او د بهرنیو چارو د وزارت له اړخه وخت په وخت دغه رقم بیانونه مخې ته راغلي دي-

دپاکستان پخوانی سفیر اصف دراني وې او ای ډیوه سره خبرو کې وايی، دغسې دعوې داستخباراتې معلوماتو په اساس کیږي-

دهغه په وینا "په هندوستان کې بي جی پې په څه ریاستونو کې ټاکنې بیللې چې له امله یې پاکستان داویره لرې چې د کورنیو حالاتو څخه د پام ګرځولو د پاره هم داسې څه برید کیدای شي"

د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر پوله چې ورته لاین اف کنټرول ویل کیږې وخت په وخت نیښتې کیږې-

دواړو جوهري طاقتونو کال ۲۰۰۳م کې د کشمیر په ویشونکې پوله لاین اف کنټرول د ډز بندۍ لوظنامه لاس لیک کړې وه خو په ورستیو کلونو کې دغه لوظنامه ختم شوې ده-

د فاعي چارو څیړنکار اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی لوړ رتبه افسر بریګیډیر (ر) سید نذیر وی او ای ډیوه ته وایي ،د هند جنګي فلسفه یا ډاکټرائین کې لیکل شوي که په هند کې دننه یا پر پولو څه جنګې پیښه وشي نو دوئ حق لري چې پر پاکستان اقتصادي، سفارتي یا جنګي برید کولی شي، او ددې عملي څرګندونه په تیرو وختونو کې د پلوامه د پیښې په مهال هم شوې وه-

کال ۲۰۱۹م کې د هند د واک لاندې دکشمیر په پلوامه سیمه کې د هند د ځواکونو پر ګاډي د برید ورسته چې پکې دهند ۴۰ عسکر وژل شوي وؤ، د هند له اړخه د پوځي عملیاتو سرجیکل سټرايک دعوې شوې وې چې پاکستان رد کړې وې-

خبري شبکه رائټرز د پاکستاني پوځ دسرچینو له خولې وایي چې دکال ۲۰۱۴م وروسته د پاکستان او هند تر منځ د ‌‌ډز بندۍ څخه په سرغړونو کې زیاتوالی راغلی چې په نتیجه کې یې د ۳۰۰ څخه زیات عام وګړي هم وژل شوي دي-

په راپور کې د هند له اړخه د راغونډ شوؤ معلوماتو تر مخه د تیر کال په شورو کې د پاکستان له اړخه ۵۹۱ څخه زیات ځله د پولې سرغړونې مخې ته راغلې دي-

پاکستان او هندوستان دکال ۲۰۲۱م د فرورۍ میاشت کې د یو ګډ بیان د لارې ویلي وؤ چې دواړه هیوادونه د کشمیر پر پوله ډز بندې ته سلا شوي وؤ-

کشمیر د اوږدې مودې راهسې د دواړو ګاوندیو هیوادونو تر منځ کړکیچنه معامله پاتې شوې ده-

دواړه هیوادونه د کشمیر پر ټولې سیمې د خپل ملکیت دعوې لري، خو د نوي ډیلي له اړخه اګست کال ۲۰۱۹م کې دخپل واک لاندې دکشمیر د خپلواکه حیثیت دبېرته اخستو د قانون دمنظورۍ وروسته دغه تاؤترخوالي کې زیاتوالی راغلی دی-

هندوستان دا تور هم لګوې چې پاکستان خپله خاوره کې ترهګرو ډلو پټې ځالې ورکړې دي او کال ۲۰۰۸م کې شوؤ دممبې دچادونو دپلان جوړونکي حافظ سعید هم ملاتړ کوي-

بل پلو ته پاکستان وایي چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې مخې ته راتلونکو د اړي ګړي پېښو کې د هند لاس دی چې ثبوت یې د هند د حاضر سروس افیسر ګلبوشن یادیو نیول هم دی.

خو داړه هیوادونه دیو بل لخوا لګول کیدونکي دغه تورونه ردوي او په دې اړه د یوبل څخه د ثبوتونو غوښتنې کوي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG