لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو سره په سرشمېرنه کې تل درغلي شوې ده، پښتانه سياستوال او څيړونکي وايي


د پاکستان حکومت چې روان کال په ملک کې د سرشمېرنې کولو ويلي، پښتانه څيړونکي او سياستوال تور لګوي، په پاکستان کې د وړومبۍ سرشمېرنې څخه را په دېخوا پښتانه، بلوڅ او سرايکان په سرشمېرنه کې کم شمېرل کيږي، او له دغې امله وړې صوبې تل د خپلو حقونو څخه محرومه پاتې کيږي او په بوديجه کې ورته کمه برخه ورکول کيږي، او دوی شاته پاتې کولی شي.

د قبايلي ضلعې مومندو څخه د صوبايي اسمبلۍ غړی نثار مومند وايي، پښتانه د مالي تنګسيا له کبله د هېواد نورو برخو ته په خوارو مزدورو پسې ځي، او چې کله سرشمېرنې کيږي، نو دا خلک په شمار کې رانه شي او په دې ډول د پښتنو ابادي او سرشمېرنه سمه ونه شي.

"پښتانه رياست په درېم نمبر کې ساتل غواړي چې د دوی شمېره کمه راشي او په هغه حساب په قامي اسمبلۍ کې د دوی نمايندګي کمه شي، خو کله چې زمونږ نمايندګي د کره ابادۍ مطابق راشي نو زمونږ به وزن او پاور وي".

هغه وويل چې کله زمونږ سرشمېرنه سمه شوه او په هغه بنیاد راته نمايندګي ترلاسه شوه نو مونږ به بيا په خپلو وسايلو خبره کولی شو.

هغه تور ولګوو تېر ځل هم په سرشمېرنه کې د پښتنو سره درغلي شوې ده.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي چې مونږ کله څيړڼه کوو او په انټرنېټ پاکستان کې د پښتنو کره شمېره لټوو نو مونږ ته نه ترلاسه کيږې ځکه چي رياست هغه ګامونه نه پورته کوي چې مونږ ته د ورکوټو قوميتونو کره شمېره رامعلومه شي.

وي او اې ډيوه سره په خبروکې هغه وویل د دې په شا يو علت دا دی چې د ملک ايين شاته پاتې علاقو ته د پرمختيا او هغوی ته د دوی په قدرتي وسيلو د حق ورکولو خبره کوي، خو رياست دغه شان نه غواړي.

"سټېټ ته هم دې اړخ ته رخ يا پام پکار دی، څومره چې د ورکوټو قوميتونو حق تلفي کيږې دومره په دوی کې محرومي راپورته کيږي او دومره د رياست د بيانيې پرضد يو کيږې او رياست چېلنج کوي نو د پاکستان استحکام په دې راتلی شي چې ورکوټو قوميتونو ته خپل حق ورکړي هغوي ته دا پته وي چې مونږ څوک يو زمونږ شميره څومره ده، حقوق يې څه دي د وسايلو يې څه حال دی، او دا چې چا پرې قبضه کړې ده، او د دوی برخه به پکې څومره وي".

هغه وویل که دا هر څه سم شي نو د دې سره به پاکستان پرمختګ کوي نه چې په شا به لاړ شي.

د پاکستان د شمارياتو د ادارې غړی پروفېسر محمد اقبال وايي په ګرده نړۍ کې سرشمېرني ډېر اهميت لري ځکه چې د دې په بنياد کليزه مالي بوديجه او پرمختيايي پروګرامونه ترتيب کيږي.

"په دې کې څه داسې رولز ريګوليشن نه وي چې شناختي کارډ ورته بنياد جوړ کړي چې کوم يو کس د شمېرنو په وخت ملک کې موجود وي د هغه شمېرنه ضروري ده که هغه ماشوم دی او که لوی، که قانوني وي او که غېر قانوني، د دې ټولو خلکو شمېرنه به کيږي".

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي د روان کال د جون په میاشت کې به په ډيجيټل بنیاد سر شمېرنې پېل کولی شي او د اګست پورې به يې نتيجې د ټاکنو د کمېشن سره شريکوي.

په پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه په کال 2017 کې ترسره شوې چې پکې د ملک ټوله ابادي 207.68 ملينه ښودل شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG